Uncategorizedکورني خبرونه

د سالنګ دویم تونل د جوړېدو څرک؛ چینايي انجینیرانو ورڅخه لیدنه کړې

د سالنګ له دویم تونل چینايي انجینرانو ددې لپاره لیدنه کړي تر څو یې د جوړېدو امکان وسنجوي

د پروان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت اړوند د سالنګ د دویم تونل د جوړېدو په موخه یوه ډله چینايي انجینیران دغه ولایت ته ورغلې دي.

د پروان د والي ویاند سیدحکمت‌الله شمیم نن «دوشنبه، مرغومې څلورمه» که څه هم سلام‌وطندار ته په دې اړه نور جزییات ورنه‌کړل، خو زیاته یې کړه چې دغه چینايي انجینیران پروان ته د سالنګ دویم تونل د جوړېدو اړوند سروې لپاره تللي دي.

له طالب چارواکو سره د یادو انجینرانو کتنه

د نوموړي په وینا، یادو انجینیرانو د پروان والي محمدادریس انوري سره هم لیدلي دي. په دې لیدنه کې د پروان والي د سالنګ دویم تونل پر جوړېدو د ټينګار ترڅنګ وویل چې دغه تونل به مسافرو ته د تګ‌راتګ پر مهال د اسانتیاوو رامنځته کېدو سربېره د لومړي تونل د بدیلې لارې په توګه هم وکارول شي.

تېره اوونۍ د سالنګ تونل د بیارغونې چارو  تر بشپړېدو وروسته د یادې لویې لارې د پرانېستلو په اړه جوړو شویو مراسمو ته د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال وویل چې د سالنګ دویم تونل به هم جوړ کړي.

نور ولولئ: طالبان وايي، د سالنګ لویه لار به تر نامعلومې مودې وتړل شي

نور ولولئ: له بیا رغونې وروسته د سالنګ تونل پرانیستل شو؛ طالبان وايي، د دویم تونل چارې به ژر پیل شي

عبدالغني برادر زیاته کړه چې که امکانات ورته برابر شي، د سالنګ دویم تونل د رغونې چارې به هم هر څه ژر پیل کړي.

د پخواني تونل د رغولو لګښت یې له ملي بودجې ورکړل شوی

طالب چارواکي وايي، د سالنګ تونل رغنیزې چارې د دغې ډلې له ملي بودجې له لوري تر سره شوې.

دغه سړک به له جبل سراج څخه تر دوشي ولسوالۍ په میعاري ډول جوړ شي.

د یادې پروژې مهمه برخه چې د سالنګ تونل و،د څلورو میاشتو په موده کې ورغول شو.

د طالبانو ټولګټو چارو وزارت سرپرست محمد عیسی ثاني د سالنګ تونل د پرانیستې په غونډه کې وویل، د تونل او ګالرۍ د میعارونو په پام کې نیولو سره په اساسي توګه رغول شوي، «موږ ټول میعارونه په نظر کې نیولي او تر ټاکل شوې مودې مو مخکې د تونل د رغېدو چارې بشپړې کړې.»

سالنګ د هیواد یوه له مهمو مواصلاتي لارو څخه ده چې شمالي ولایتونه له مرکز کابل او سویلي اسیا د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره نښلوي.

خو طالبان وعده ورکوي چې د دویم سالنګ تونل چې نوی تېرېږي، چارې هم پیل شي. ددې لارې مساپر وایي چېرته د دوهم تونل چارې هم پیل شي او سرته ورسېږي، سهولتونه به لا ډېر او سوداګري به اسانه شي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button