Customize Consent Preferences

We use cookies to help you navigate efficiently and perform certain functions. You will find detailed information about all cookies under each consent category below.

The cookies that are categorized as "Necessary" are stored on your browser as they are essential for enabling the basic functionalities of the site. ... 

Always Active

Necessary cookies are required to enable the basic features of this site, such as providing secure log-in or adjusting your consent preferences. These cookies do not store any personally identifiable data.

No cookies to display.

Functional cookies help perform certain functionalities like sharing the content of the website on social media platforms, collecting feedback, and other third-party features.

No cookies to display.

Analytical cookies are used to understand how visitors interact with the website. These cookies help provide information on metrics such as the number of visitors, bounce rate, traffic source, etc.

No cookies to display.

Performance cookies are used to understand and analyze the key performance indexes of the website which helps in delivering a better user experience for the visitors.

No cookies to display.

Advertisement cookies are used to provide visitors with customized advertisements based on the pages you visited previously and to analyze the effectiveness of the ad campaigns.

No cookies to display.

ساینس او ټېکنالوژي

د سامسونګ نوي بڼه؛ د خبرو پر مهال ستاسو غږ ژباړي

د سامسونګ نوی مبایل بازار ته وړاندې شوی چې د خبرو پر مهال ژباړه هم کوي

د مصنوعي هوښ (AI) په مرسته د تلیفون کوونکو د خبرو هم‌مهاله ژباړې وړتیا به د سامسنګ په ګېلکسي تلیفون کې اضافه کړل شي.

د جنوبي کوریا د سامسنګ بریښنايي سامان الاتو جوړوونکی شرکت وايي، داسې ګرځنده تلیفون جوړوي چې په مختلفو ژبو د ګړېدونکو تلیفون کوونکو خبرې یو بل ته په هم مهال ډول وژباړي.

نور ولولئ: د چین او اپل کمپنۍ اختلافات او د ایفون بازار رالوېدل

نور ولولئ: د ایفون ۱۵ پرومېکس جوړښت ته کتنه؛ ایا تاسو یې اخلئ؟

دغه شرکت د جمعې په ورځ نومبر ۱۰ (لړم ۱۹) وویل چې د مصنوعي هوښ (AI) په مرسته د هم‌مهاله ژباړې وړتیا به د سامسنګ په ګېلکسي تلیفون کې اضافه کړل شي.

د یاد مبایل د وړاندې کېدو نېټه

ټاکل شوې ده چې دغه تلیفون د ۲۰۲۴ کال په لومړیو کې بازار ته وړاندې شي.

سامسنګ په نړۍ کې د موبایل تلیفونونو تر ټولو ستر شرکت دی چې د روان کال د جولای تر سپتمبر پورې یې د ټولې نړۍ پنځمه برخه موبایل تلیفونونه پلورلي دي.

د ټکنالوژیکي وسایلو د بازار څارونکې ادارې “مارکیټ ټراکر کاونټرپواینټ” د معلوماتو په اساس، د موبایل تلیفونونو د پلور پر اساس، اپل شرکت له سامسنګ وروسته دوهم مقام لري چې په همدې موده کې یې د نړۍ ۱۶ فیصدي تلیفونونه پلورلي دي.

د سامسنګ شرکت یو ویاند وویل چې ګېلکسي تلیفونونه به “د تلیفون کوونکو خبرې په هم مهاله توګه په متن او غږیز ډول ژباړي.” ویاند زیاته کړه، دا چې دا تلیفون به په کومو ژبو د ژباړې وړتیا ولري، تراوسه د سامسنګ شرکت تصمیم ندی نیولی.

دا یوازې سامسونګ نه، بلې نورو مبایلونو ته هم ورته کار کوي

سامسنګ ویلي، دا نوی تلیفون به د نورو شرکتونو د تلیفونونو د لرونکو سره د تماس پر وخت د هم مهاله ژباړې وړتیا ولري.

د سامسنګ په اعلامیه کې ویل شوي چې د هم مهاله ژباړې وړتیا کارول به په دغه نویو تلیفونونو کې “داسې اسانه وي لکه د تلویزیون کتونکي چې د تلویزیون پر پردې د خبرو لیکلې بڼه (closed caption) فعالوي.” او د تلیفون کاروونکي به ددې توان ولري چې خصوصي مکالمات په تلیفون کې خوندي کړي.

د سامسنګ مسئولینو ویلي چې د مصنوعي هوښ په مټ د نورو پرمختللو تلیفونونو په جوړولو کار روان دی او په پام کې لري چې د مصنوعي هوښ سیستم په خپلو راتلونکو ټولو تلیفونونو او نور سامان الاتو کې کې اضافه کړي.

د مصنوعي ځیرکتیا پر مټ په ټکنالوژۍ کې نوي سهولتونه د ستایلو او پرمختګ وړ بلل کېږي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button