ساینس او ټېکنالوژي

د ساینسپوهانو تازه نوښت؛ د سپوږمۍ لپاره ځانګړې خښتې جوړې کړې

اړوند خبرونه:

داسې مخلوقات او تمدونونه شته چې کېدای شي انسانان ورسره اړیکه ونیولی شي

په زړه پورې کاینات؛ جیمز ویب د یوه لرې ستوري ښکلا ښيي

پوهانو د خاورې له یو ډول باکتریا څخه په استفادې، د سپوږمۍ له خاورې څخه د استوګنځایونو د جوړولو او ترمیم لپاره نوې لاره موندلې ده.

د هند د ساینس انستیتیوت د څېړونکو یوه ډله بریالۍ شوې چې د “سپوروسارسینا پاستوري” (Sporosarcina pasteurii) په نوم د خاورې له یوه طبیعي باکتریا څخه کار واخلي او د سپوږمۍ په شان په مصنوعي ډول له جوړې شوې خاورې څخه پیاوړي خښتې جوړې کړي. لا مهمه دا چې دوی داسې لاره پیدا کړې چې که دا خښتې د سپوږمۍ د سختو شرایطو په صورت کې، زیانمنې شي، خپل ځان ترمیمولی شي.

له دې کبله چې سپوږمۍ ته د ساختماني موادو وړل لوړ لګښت غواړي له کلونو راهیسي د سپوږمۍ له طبیعي سرچینو څخه د استوګنځایونو د جوړولو لپاره هڅې روانې دي.

د سپوږمۍ سطحه، چې “ریګولیت” یا “ډبرینه” بلل کېږي، د دوړو او کوچنیو تیږو پوښ لري چې د اسماني تیږو له ټکرونو پاتې شوې دي. دا مواد د ودانیو لپاره خام مواد ګڼل کېږي.

په تېرو کلونو کې، څېړونکي د سپوږمۍ د اصلي خاورې د محدودو بېلګو پر بنسټ د “د سپوږمۍ خاورې ته ورته خاوره” جوړوي څو د ځمکې پر سر د ازمېښتونو زمینه برابره کړي. د هند څېړونکو مخکې هم ښودلې وه چې د ورته جوړې شوې خاورې له باکتریا سره یو ځای کول، چې یوریا او کلسیم پر کلسیم کاربونیت اړوي، داسې خښتې جوړوي چې کلکې او پیاوړې وي.

څېړونکو د دې کار د ازمېښت لپاره د “زینترینګ” (Sintering) طریقه غوره کړه؛ داسې پروسه چې پکې ورته جوړه شوې خاوره له یوه محلول پولي‌مر (پولیوینیل الکول) سره ګډېږي او بیا د ډېرې لوړې تودوخې په بټۍ کې پخېږي.

دا په اصطلاح “زینټر شوې” خښتې له میخانیکي پلوه لا قوي وې، خو یو لوی مشکل یې درلود: د سپوږمۍ د سختو شرایطو پر وړاندې نازکې وې. د د تودوخې اندازه په شدید ډول بدلیږي، چې د سانتي ګراد له مثبت ۱۲۱ درجو تر ۱۳۳ درجو پورې رسېږي. دا بدلونونه، او همدارنګه قوي فضايي وړانګې او د مایکرو اسماني ډبرو ټکرونه، کولای شي چې په جوړښتونو کې کوچني، خو پراخېدونکي درزونه پیدا کړي. که دا درزونه ترمیم نه شي، کیدای شي ودانۍ بشپړې ونړېږي.

دلته وه چې د هند څېړونکو خپله پخوانۍ مفکوره راژوندۍ کړه: باکتریا نه یوازې د خښتو جوړولو لپاره، بلکې د هغو د ترمیم لپاره هم وکاروي.

له لابراتوار څخه فضا ته؛ بل ستر ګام

دا ټولې لاس ته راوړنې د لابراتوار په کنټرول شوې فضا کې تر لاسه شوې دي. خو تر اوسه دا نه ده معلومه چې دا باکتریا به په فضايي شرایطو کې څنګه عمل وکړي؟ څېړونکي دا پوښتنه کوي چې آیا دا باکتریا به د تودوخې د شدیدو بدلونونو، خلا، یا د کیهاني وړانګو لاندې خپل فعالیت وساتي؟

د دغو پوښتنو د ځواب لپاره، څېړونکو وړاندیز کړی چې د هند د “ګګانیان” فضايي ماموریت په ترڅ کې دې، د دې باکتریا نمونه مدار ته ولېږدول شي. دا ماموریت، چې ټاکل شوې له ۲۰۲۶ مخکې ترسره شي، درې فضانوردان به د ځمکې ټیټ مدار ته ورسوي.

د سپوږمۍ ښارونه؛ د راتلونکي خوب

په نورو هېوادونو کې هم ورته څېړنې روانې دي څو د سپوږمۍ لپاره د استوګنځایونو د جوړولو لارې پیدا کړي. د چین، امریکا، او د اروپا فضايي ادارې هر یوه په سپوږمۍ کې د مېشتېدنې لپاره خپل خپل پلانونه لري. خو دا طریقه چې پکې مایکرو اورګانیزمونه د جوړونې او ترمیم برخه وي، د بایوتکنالوژۍ په مرسته د فضايي معمارۍ لپاره یو مهم ګام بلل کېږي.

د دې څېړنې پایلې په “د فضايي ټکنالوژیو سرحدونه” (Frontiers in Space Technologies) علمي مجله کې خپرې شوې دي.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button