نړۍ خبرونه

د سریلانکا ولسمشر د خپل هېواده تختېدلی

د شري لنکا لومړي وزیر رانیل ویکرېمسینګې دغه هېواد کې سراسري بېړنی حالت اعلان کړی او د دفتر ویاند یې ویلي

چې په لویدېځو ولایتونو کې ګرځبندیز هم لګېدلی دی.

دا ګام تر هغې وروسته پورته شو چې د دغه هېواد ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسا په ځايي وخت پرون ناوخته یوه پوځي جټ الوتکه کې له هېواده ووت او مالدیف ته یې پناه یوړه.‌هغه تر پراخو لاریونونو وروسته دې ته اړ شو چې واک او هېواد دواړه پرېږدي.ترڅو خلکو د سخت غبرګون او عکس العمل سره مخ نشي.او ژوند ېې په خطر کې پاتې نشي.

نور یی ولوله | د احمد مسعود تازه څرګندونې.

نور یی ولوله | عام ولس: د امیرالمومنین اختریز پیغام کې په تمه وو چې د نجونو د ښوونځیو پرانستلو اعلان به وکړي

هغه به استعفا وکړي که چیرې ټول ګوندي موقت حکومت جوړ شي

لاریونیان چې ولسمشرۍ ماڼۍ او د لومړي وزیر استوګنځی یې نیولي، وايي ښاغلی ویکرېمسنګې هم باید سملاسي ګوښه شي. خو لومړي وزیر ویلي، دی به هله استعفا وکړي چې د ټولو ګوندونو ګډ لنډمهاله حکومت رامنځته شي. د شري لنکا د اساسي قانون له مخې د ولسمشر تر تګ وروسته لومړی وزیر تر ۳۰ ورځو سرپرست ولسمشر هم دی.

په ورته وخت کې له کولمبو تازه راپورونه دا دي‌ چې زرګونه لاریونوال اوس د لومړي وزیر پر دفتر ورمات شوي چې د دوی د احتجاجونو اصلي مرکز “ګالې فېس ګرین” ته څېرمه پروت دی. پولیسو د لومړي وزیر د دفتر شاوخوا د راټولو شویو لاریونوالو د خورولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز هم کارولی.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button