لوبې خبرونه

د سوت افریقا لوبډلمشر: هڅه کوو چې د افغان لوبډلې خلاف ښه لوبه وکړو

اړوند خبرونه:

چمپینز ټرافي؛ شیبه وروسته د پاکستان او نیوزیلانډ تر منځ لومړنۍ سیالي پیلېږي

کرېکټ؛ افغان اتلانو زېمبابوې ته په دویمه ۲۰ اوریزه لوبه کې ماته ورکړه

د جنوبي افریقا د کرکټ د ملي لوبډلې لوبډلمشر تمبا باووما د جمعې په ورځ د کراچۍ په نړیوال جام (چمپینز ټرافي) کې د افغانستان خلاف د خپلې لوبډلې د لومړۍ لوبې په درشل کې له خپلې لوبډلې وغوښتل چې له خپل نهايي وسه کار واخلي.

دا به، له هغه وروسته چې افغانستان د تېر کال په سپتمبر کې په شارجه کې د یو ورځنیو سیالیو په لړۍ کې افغانستان، جنوبي افریقا ته دوه پر یو ماته ورکړه، د دواړو هیوادونو ترمنځ لومړنۍ سیالي وي.

باووما وویل، افغانستان به له هماغې بریا څخه اعتماد او حوصله واخلي.

باووما وویل: «هغوی یوه ډېره سیالګره لوبډله ده، زه فکر کوم چې هغوی په خپله لوبډله کې ډېر تجربه کار لوبغاړي لري. داسې کسان چې په نړیوال کرکټ کې تجربه لري، نو موږ باید تر وسه وسه خپله غوره لوبه وکړو.»

ده زیاته کړه:

«موږ تېر کال د دوی په وړاندې ولوبېدو او هغوی بریالي شول، نو هغوی به د اعتماد له کمي سره مخامخ نه وي، خو موږ د خپل چمتووالي ټول اړخونه بشپړ کړي دي.»

ده د چمپینز ټرافي هره لوبه مهمه او ناک اوټ ته ورته وبلله: «هیله لرو چې موږ به په دې ټورنمنټ کې پنځه لوبې وکړو، نه درې، او تر ټولو مهم دا چې هغه مهمې شېبې وګټو، چې د بریا لپاره اړینې وي.»

د چمپینز ټرافي د سیالیو جوړښت

په B ګروپ کې اسټرالیا، انګلستان، جنوبي افریقا او افغانستان شامل دي.

په A ګروپ کې پاکستان، هندوستان، نیوزیلینډ، او بنګله‌دېش دي.

د هر ګروپ دوې مخکښې لوبډلې به نیمه پایلوبو ته وځي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button