نړیوال خبرونه

د سوریې پر پوځي اکاډیمۍ ډرون برید کې له ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي

دغه برید د افسرانو په فراغت غونډه کې شوی چې ګڼه مرګ ژوبله یې اړولي ده

اکثره نړیوالې رسنۍ وايي چې دغه برید د ځانمرګي ډرون په واسطه شوی چې ګڼه مرګ ژوبله یې اړولي او نړیوالو بنسټونو او سازمانونو هم دغه خونړی عمل غندلی دی.

د سوریې یوه پوځي بیان کې راغلي چې په یوه “ترهګریز” برید کې چې د پنجشنبې په ورځ د حمص پوځي اکاډیمۍ د افسرانو د فراغت پر مراسمو وشو، لګسونه کسان وژل شوي دي.

نور ولولئ: پر سوریه د اسراییل تازه برید کې ۴ کسان وژل شوي

ویل شوي هغه ډرون چې دا برید یې کړی چاودونکې مواد پکې ځای پر ځای شوي وو.

د فارغو افسرانو د کورنۍ غړي هم قرباني دي

د سوریې د بشر حقونو د څار ډلې ویلي، په برید کې تر اوسه لږ تر لږه د ۱۰۰ کسانو د وژل کېدو خبر تایید شوی دی.

ددغه بنسټ مشر رامي عبدالرحمن بي بي سي ته ویلي، پر پوځي اکاډیمۍ برید کې د وژل شویو شمېر ۱۰۰ تنو ته رسېدلی او تر ۱۲۵ ډېر نور کسان پکې ټپیان شوي.

عبدالرحمن زیاتوي، په وژل شویو کې د فارغو شویو افسرانو د کورنیو غړي ‌هم شته چې ماشومان او ښځې هم پکې دي.

د افسرانو د فراغت له مراسمو پای ته رسېدو څو دقیقې وروسته، د خلکو پر ګڼه ګوڼه یوه درنه چاودنه هم وشوه او په هوا کې بې‌پیلوټه الوتکې چورلېدې.

نور ولولئ: د روسیې بمبار په سوریه کې مرګ ژوبله اړولي

د سوریې پوځ د افسرانو د فراغت لپاره دغه مراسمو جوړ کړي وو چې د دفاع د وزیر په ګډون لوړ پوړي پوځي مشران هم ورغلي وو.

د پوځ په یوه بیان کې راغلي چې په وژل شویو او ټپیانو کې ګڼ پوځيان او ولسي وګړي دي.‌

دا پېښه په کومه سیمه کې رامنځته شوي وه؟

په حمص کې د فراغت مراسم پوځي اکاډیمۍ کې جوړ شوي وو، چې د رپوټونو له مخې دفاع وزیر هم پکې حضور درلود، خو یوه جګپوړي امنیتي چارواکي ویلي چې د چاودنې پرمهال دفاع وزیر نه و.‌

دی وايي، دفاع وزیر د فراغت مراسمو ته راغلی و،‌ خو د مراسمو له پای ته رسېدو وروسته او د برید له پیلېدو مخکې ولاړ او د ده له تګ څخه شاوخوا ۲۰ دقیقې وروسته برید وشو.

امریکايي ‌چارواکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د امریکا پوځ سوریه کې د ترکیې په وسلو سمباله یوه ډرون راغورځولې ده چې سوریه کې د دوی د پوځیانو د حضور سیمې ته څېرمه چورلېدله.‌

په سوریه کې د ۲۰۱۱ کال له کورنۍ جګړې پیلېدو راهیسې تر اوسه له نیم میلیون ډېر خلک وژل شوي دي.‌

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button