د سولګرو په اړه د امیرالمومنین تازه فرمان
د امیرالمؤمنین له لورې نوې صادر شوي حکم کې راغلي دي، سوالګر دې له ښارونو راټول او ستونزې یې دې حل شي
ښارونه د نورو سازمانونو په همکارۍ
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت پر خپل ټویټر خپاره کړي خبر کې راغلي، چې د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې به ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت د نورو ارګانونو په ملتیا په ښارونو کې د سوالګرو د راټولو چاره ډېر ژر پیل کړي او د هغوی د ستونزو د حل په موخه به ګامونه واخلي
نور یی ولوله | د پوهنې وزیر: ځینو سیمو د نجونو ښوونځي د کلتوري محدودیتونو له امله تړلي دي
نور یی ولوله | د هېواد په بېلابېلو سیمو کې انټرنیټ خدمتونه فعالیت نه لري
کار به د کار سره برابر شي
خبر زیاته کړې ده؛ دغه سوالګر به د یوې طرحې له مخې مشخص کیږي، کوم کسان چې کسبګر دي او کولای شي کار وکړي له بایومیټریک کېدو وروسته به ورته د کار زمینه برابریږي او د سرپرستانو څخه به یې ژمنه اخستل کیږي چې بیا به سوال نه کوي او هغه پاته سوالګر چې د کار کولو وړتیا نلري او واقعا غریب وي، د همدې طرحې له مخې به ورته معاش ورکول کیږي او د تعلیم زمینه به ورته برابریږي
کابل او نور ښارنو کې مختلف کسان سوال کوي، د ښاریانو په وینا سوال کول د ځینو کسب ګرځېدلی دی، چې د دې طرحې په پلي کېدو سره به هغه سوالګر چې کار وړتیا نه لري او مجبور دي، نور د سوال کولو له مشقت څخه خلاص شي او کسبګرو سوالګر ته به د کار د زمینې له برابرېدو وروسته د سوال کولو بهانه نه پاته کیږي