لوبې خبرونه

د سولې په چارو کې د دولت وزیر: ورزش د ملتونو د اتحاد او د ملي یووالي د ټینګولو غوره وسیله ده

د سولې په چارو کې د دولت وزیر: ورزش د ملتونو د اتحاد او د ملي یووالي د ټینګولو غوره وسیله ده د سولې په چارو کې د دولت وزير سید سعادت منصور نادري د کرکټ بورډ اجرائیوي رییس ډاکټر حامد شینواري او د کرکټ ملي لوبډلې له یو شمیر لوبغاړو سره وکتل.

ښاغلي نادري د کرکټ ملي لوبډلې د لوبغاړو اتلولۍ وستايلې او ویې ویل چې دې اتلانو په ټوله نړۍ کې د هیواد درې رنګه بیرغ رپولی او ویاړونه یې ګټلي دي.ښاغلي شینواري د کرکټ بورډ او د کرکټ له لوبغاړو سره د سولې په چارو کې د دولت وزير له دوامدارې همکارۍ څخه ځانګړې مننه وکړه او د هغه کړنې او لاسته راوړنې ېې د کرکټ بورډ لپاره وستایلې.

img 20210527 080552 449

ښاغلي شینواري زیاته کړه چې ښاغلي نادري د کرکټ بورډ د پخواني غړي په توګه د کرکټ په نړيوالې شورا د افغانستان دایمي غړیتوب ترلاسه کولو لپاره نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کړې دي.هغه د نادري په اړه ویل چې اوسمهال هم د هغه کوششونو ته اړتیا لرو تر څو په اینده پلاننونو کې راسره ونډه واخلي.

دواړو لورو د ورزش په ځانګړي ډول د کرکټ له لارې د سولې پیغام د لیږدلو په څرنګوالي هم خبرې وکړې.د سولې په چارو کې د دولت وزير ورزش د ملتونو د اتحاد او ملي یووالي د ټینګولو غوره وسیله وبلله او هیله یې څرګنده کړه چې د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي به د سولې په پيغام رسونه کې ډير اغیزمن ثابت شي.

د یادولو وړ ده چې د کرکټ بورډ اجرایه ریس یوه میاشت کیږي چې په کار ېې پیل کړی او په دې موده کې ېې خورا زیاتې لاسته راوړنې له ځانه سره ولرلې. نوموړي د کرکټ لپاره خورا ارزښت ناکه څیره ده او هر وخت کوشش کړی چې د افغانستان کرکټ وده وکړي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button