نړیوال خبرونه

د سوډان جګړه؛ طالبان وايي دغه هېواد کې د ۱۲۰ ایسارو افغانانو د رایستلو هڅه کوي

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ لخوا پر ټویټر یوه خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې د طالبانو بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي یوې ولسي غونډې ته وايي چې د سوډان جګړه کې ۱۲۰ افغانان ایسار پاتې دي

ښاغلي ځدراڼ لیکلي دا غونډه نن یکشنبه د اختر پر دریمه مازیګر مهال د خوست ولایت مرکزي پارک کې جوړه شوې وه.

ښاغلي خالد ځدراڼ؛ ټویټ شوې وګورئ 

ښاغلی متقي وايي “دا نن زما ورځ پر دې تېره شوه چې څنګه موږ خپل ۱۲۰ افغانان چې د سوډان په جنګ کې ګیر دي، په خوندي شکل راوباسو.”

د یاودنې ده چې تر دې وړاندې امریکا او برېتانیا اعلان کړی و چې سوډان کې یې د جګړو د دوام له کبله له خرطوم خپل دېپلوماتان ایستلي دي

د برېتانیا لومړي وزیر ریشي سناک ویلي: بریتانوي ډیپلوماتان او د دوی کورنۍ په یو لړ پیچلو او چټکو عملیاتو کې له سوډانه ایستل شوي.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر جو بایډن هم ویلي و چې د دغه هېواد پوځ د سودان له پلازمېنې خرطومه امریکايي ديپلوماتان او د دوی کورنۍ ایستلې دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې له سوډانه خپل وګړي او د اروپايي ټولنې او نورو غړو هېوادونو وګړي وباسي.

په سوډان کې د واک پر سر د دوو پوځي لورو د خونړۍ جګړې په منځ کې د بېلابېلو هېوادونو د ديپلوماتانو او وګړو د وتلو لړۍ له هغې وروسته چټکه شوه چې د جګړې یوه اړخ (د سودان د پوځ مشر) د بهرنیو وګړو او دېپلوماتانو د وتلو دې لړۍ سره هوکړه وکړه.

د برېتانیا لومړي وزیر ریشي سناک ویلي: له سودان یې خپل ديپلوماتان او د دوی کورنۍ ایستلې او په سودان کې د پاتې برتانوي اتباعو د خوندیتوب لپاره کار دوام لري.

د دغه هېوا د دفاع وزیر بین والس هم وايي، ایستل شوي کسان له خرطوم بهر یوه هوايي ډګر ته وړل شوي چې د شپې له خوا له هېواده ووځي.

نور ولولوئ: د سوډان لارو او کوڅو کې د اوربند له اعلان سره- سره جګړه روانه ده

د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي بیا ویلي چې حکومت يې په سوډان کې د وینې تویدنې بندیدو ته د نړیوال ملاتړ په راټولولو هره شېبه دوامدار کار کوي.

تر دې مخکې د امریکا ولسمشر جوبایډن اعلان کړی و چې د امریکا پوځ د سودان له پلازمېنې خرطوم څخه امریکايي دیپلوماتان او د هغوی کورنۍ ایستلي دي.

جوبایډن وايي:”زما په امر، د امریکا د متحده ایالاتو پوځ له خرطوم څخه د امریکا حکومتي کارمنان راوېستل.”

خرطوم د دوو جنرالانو له کبله چې یو یې د پوځ مشر او بل یې د ملېشو مشر دی، د جګړې په ډګر اوښتی دی.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button