نړۍ خبرونه

د سوډان لارو او کوڅو کې د اوربند له اعلان سره- سره جګړه روانه ده

د سوډان پلازمېنه خرطوم کې د کوچني اختر په مناسبت د اوربند له غوښتنو سره سره د سیالو وسله والو ځواکونو تر منځ تاوتریخوالي زور اخیستی دی

د چټک ملاتړ ځواک (ار ایس ایف) وايي: دوی درې ورځنی اوربند منلی دی او څو ساعتونه وروسته پوځ همداسې وکړل خو له دې سره سره بمباري، د توپخانې او ټوپکو ډزې روانې وې.

د سوډان په دې کورنۍ شخړه کې چې اوونۍ یې پوره کېږي، لږ تر لږه ۴۰۰ کسان وژل شوي دي. دا شخړه د سوډاني پوځي مشرتابه د دوو لوریو تر منځ د واک جګړې له کبله رامنځته شوې.

رپوټونو کې ویل شوي چې العبید سیمه کې د متقابلو ډزو له کبله د ملګرو ملتونو کډوالۍ سازمان ادارې یو سوډانی کارکوونکی وژل شوی دی.

سودان پوځ وايي چې د مخالف ار ایس ایف نیمه پوځي ځواک له غړو یې د لارو کوڅو پاکولو لپاره اضافي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.

نور ولولئ: ملګري ملتونه: په سوډان کې تر دې مهاله ۱۸۵ کسان وژل شوي

که څه هم خرطوم نړیوال هوايي ډګر لا هم تړلی پاتې دی خو اروپايي ټولنې ویلي چې دوی پلان لري چې د دې ټولنې غړو هېوادونو د نژدې ۱۵۰۰ کارکوونکو ایستلو لپاره لاس پر کار شي.

دغه راز تر اوسه د امریکا، بریتانیا او جاپان سفارتونه نه دي توانېدلي هلته خپل مېشت وګړي، له دې هېواده وباسي

د جمعې پر ورځ د امریکا پوځي جنرال مارک میلې چې د امریکايي پوځ مشري کوي، له سوډاني پوځي مشر جنرال عبدالفتاح البرهان سره په دې موخه خبرې کړې دي چې څنګه وکولای شي، له هغه هېواده د امریکا سفارت کارکوونکي وباسي.

د جمعې پر سهار د خرطوم اوسېدونکو وویل چې د پخوا برعکس چې د اختر په ورځو کې به په ښار کې ګڼه ګوڼه زیاته وه، اوس یې ښار ویران ښکاري.

د دې ښار او ورته څېرمه ښار ام درمان اوسېدونکو وايي، تر اوسه د غوسې او حیرانۍ په حالت کې دي.

دغه شخړه د دغه هیواد د پوځي واکمن عبدالفتاح البرهان او د هغه د مرستیال، محمد حمدان داغلو، د چټک ملاتړ ځواکونو په نامه د ملېشو د مشر تر منځ له کړکیچ وروسته پیل شوه.

نور ولولئ: د سوډان په تاوتریخوالي کې لسګونه کسان وژل شوي دي

پوځ او ملېشې يو پر بل د شخړو د پيل تورونه لګوي. په همدې حال کې تاوتریخوالی د سوډان له پلازمېنې خرطوم څخه د هيواد نورو برخو ته هم غځېدلی دی.

د چټک ملاتړ ځواکونو په نوم ملېشه یي جنګیالي د جنجوید جنګیالیو څخه جوړ شوي دي چې د جنوبي سوډان په دارفور سیمه کې یې د ملکي خلکو په وړاندې جنایتونه کړي دي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button