نړۍ خبرونه

د سوډان په جګړه کې دواړو ښکېلو غاړو د اوو ورځو په اوربند هوکړه کړې ده

په سوډان کې دواړو ښکېلو غاړو پر اوو ورځو اوربند هوکړه کړې چې سر له راتلونکې پنجشنبې ورځې به پیلېږي

څه موده وړاندې د دغو ډلو ترمنځ د اوربند موده تر ټولو ډېره لنډه وه چې پر یوې او بلې د اوربند د سرغړونې تورونه لګول شوي وو.

د سوډان پوځ او د چټک غبرګون ځواکونه تېر اوربند ته په ژمنتیا کې پاتې راغلل. هلته کابو نیم میلیون وګړي له ۱۷ شخړې پیلېدو سره بې ځایه شوي.

خبرداری ورکړل شوی که جګړه پای ته ونه رسول شي، نو د بشري ناورین راتلو وېره ده

د سوېلي سوډان حکومت ویلي چې اوس دواړه غاړې د سولې خبرو لپاره د خپلو استازو ګومارلو پر چارې غور کوي.

نور ولولئ: ملګري ملتونو؛ له سوډانه به ۸۰۰ زره خلک وتښتي

سوېلي سوډان د روانې شخړې منځګړتوب ته وردانګلي او د خبرو د کوربتوب وړاندیز یې هم کړی دی

په ورته وخت کې د عربي هېوادونو ټولې له هر ډول قید او شرط پرته د جګړې درېدو غوښتنه کړې ده.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په سوډان کې د جګړې له سختېدو او دوام سره به ښايي ۸۰۰ زره خلک له هېواده وتښتي او ګاونډیو هېوادونو ته به پنا یوسي.

د دغه سازمان د کډوالو چارو یوه چارواکي فیلیپو ګرانډي چې دا مهال له سوډان نه د سلګونه زره خلکو د ایستل کېدو پر پلان کار کوي پر ټویټر لیکلي، “د کډوالو اداره له حکومتونو او شریکانو سره په سوډان کې د جګړې له کبله ګاونډیو هېوادونو ته د څه باندې ۸۰۰ زره وګړو د احتمالي تېښتې پر چاره غور کوي”.

ګرانډي زیاتوي، هیله لرو چې وضعیت دې حد ته ونه رسي، خو که تاوتریخوالی ونه درېږي، نو لا نور وګړي به له سوډانه خوندي ځایونو ته د تېښتې لار خپله کړي.

نور ولولئ: په سوډان کې له اوربند سره-سره د چاودنو او ډزو غږونه اورېدل شوي

ملګري ملتونه وايي چې تر اوسه د سوډان له جګړې نه د چاډ،‌ مصر، او نورو هېوادونو په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته لږ تر لږه ۷۳ زره کسان تښتېدلي.

سوډان له جګړې مخکې وخت پورې د ۱٬۱۳ میلیون پنا غوښتونکو کوربه و چې ۸۰۰ زره له سوېلي سودان څخه وو

ګڼ وېرېږي چې له هېواده د وتلو توان به ونه مومي.‌ کابو ۳ زره یمنیان چې ډېری یې محصلان دي، پورټ‌سوډان کې راغونډ شوي او د وتلو لار لټوي.

دواړه سیمه ییز قوتونه (سعودي او امارات) له مالي پلوه د حمیدتي ملا تړي، په یمن کې د حوثیانو پرضد د خونړۍ جګړې په لومړیو ورځو کې جګړې ته هغه د خپلو پوځیانو د استولو له لارې ډېرې پیسې ترلاسه کړې دي.

نور ولولئ: سوډان کې اوربند وغځول شو خو جګړه لا هم روانه ده

خو په وروستیو کلونو کې ریاض تر ډېره برهان ته ورنژدې شو، له پوځ سره یې اړیکي ورغول، روسیې هم د واګنر ملېشې له لارې ځان ښکېل کړی او اسراییل او مصر هم د معدنونو او کرنې به دې بډایه هېواد کې دخیل شوي.

خو په روانه شخړه کې امریکا او بریتانیا او نور لوی قوتونه ښايي د چارو په انډول سره د سولې منځګړي وي، خو ویل کېږي چې بهرني قوتونه اوس په یوه خوله غږېږي او د اوربند هڅه کوي، د اوسني وضعیت او د عامو خلکو د کړاو ختمېده غواړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button