ساینس او ټېکنالوژي

د سټارلینګ ځواکمن رقیب؛ ګوګل تارا انټرنیټ په ۱۲ هېوادونو کې فعالیت پیل کړ

په ټیکنالوژۍ کې نوی انقلاب؛ ګوګل تارا (Taara) اوس د سټارلینګ ځواکمن رقیب په توګه راڅرګند شوی چې د لایزر وړانګو له لارې تر سټارلېنک ۱۰۰ چنده ګړندی او خورا ارزانه انټرنیټ وړاندې کوي.

د انټرنیټ په نړۍ کې د یو نوي انقلاب اوازې تر غوږو کېږي. د “تارا” (Taara) په نوم یوې نوې پروژې چې مخکې د ګوګل د مورنۍ کمپنۍ (Alphabet) برخه وه، اوس په رسمي ډول خپلواکي اعلان کړې او د نړۍ په کچه یې د انټرنیټ رسولو نوې بڼه معرفي کړې ده. دا ټیکنالوژي اوس په بازار کې د سټارلینګ ځواکمن رقیب په توګه پېژندل کېږي، ځکه چې دا د سپوږمکۍ یا کېبل پر ځای د لایزر له وړانګو کار اخلي.

unnamed

د سټارلینګ ځواکمن رقیب، د تارا انټرنیټ ټیکنالوژي؛ نه کېبل نه سپوږمکۍ

تارا انټرنیټ د دودیزو فایبر نوري کېبلونو یا سټلایټ پر ځای، د رڼا د متمرکزو وړانګو (Lightbeams) له لارې ډاټا انتقالوي، چې دې سیسټم ته “لایټ بېرج” (Lightbridge) ویل کېږي. دغه وسایل چې د ترافیکي اشارې په اندازه دي، د ودانیو پر سر یا پایو باندې نصب کېږي.

دا ټیکنالوژي په هره ثانیه کې د ۲۰ جي بي (20Gbps) ډاټا د انتقال وړتیا لري او تر ۲۰ کیلومتره پورې واټن پوښلی شي. دا وړتیا تارا د سټارلینګ ځواکمن رقیب ګرځوي، ځکه چې سرعت یې د سټارلېنک په پرتله له ۱۰ څخه تر ۱۰۰ چنده پورې زیات دی.

project Taara cover 1

د سټارلینګ ځواکمن رقیب، ولې تارا د سټارلېنک پر وړاندې لوی ګواښ دی؟

که څه هم ایلن مسک سټارلېنک له فضا څخه انټرنیټ رسوي، خو تارا په ځمکه کې د لایزر له لارې خدمات وړاندې کوي چې لاندې ګټې لري:

دا هم ولولئ:  آیا مصنوعي ځیرکتیا به د انسانانو د دندو ځای ونيسي؟

کم لګښت: د تارا انټرنیټ د نصب او کارولو بیه د سټارلېنک په پرتله خورا ټیټه ده.

نه کیندل او نه کېبل: د نوري فایبر برعکس، تارا کیندنې ته اړتیا نلري، نو په غرنیو سیمو، سیندونو او لېرو پرتو درو کې په اسانۍ نصب کېدای شي.

ګړندی نصب: دا سیسټم د “پلګ اینډ پلی” (Plug and Play) په څېر په ډېر کم وخت کې فعاله کېدای شي.

GHHAJYKAURKB7LVUCMNLI7XPKU

په ۱۲ هېوادونو کې عملي تجربه

تارا یوازې یوه نظریه نه ده؛ دا شرکت اوسمهال په ۱۲ هېوادونو کې فعال دی. د افریقا په کینشاسا (کانګو) او نیروبي (کینیا) کې یې د نوري فایبر د نشتوالي خلا ډکه کړې ده. په امریکا کې هم د “کوچیلا” په نوم مشهور فیستیوال کې له دې سیسټم څخه استفاده شوې ده. د شرکت اجرایوي رییس، مهیش کرشناسوامي، وايي چې د دوی هدف د نړۍ د هغو ۳ میلیارده خلکو نښلول دي چې لا هم باوري انټرنیټ ته لاسرسی نلري.

راتلونکی؛ د یوې ګوتې په اندازه چپس

تارا پلان لري چې په ۲۰۲۶ کال کې د خپل سیسټم یوه کوچنۍ نسخه معرفي کړي، چې یو کوچنی چپ (Chip) به وي. دا چپ به د لویو وسایلو ځای ونیسي او لګښتونه به نور هم راکم کړي.

که څه هم سټارلېنک د نړۍ په لېرو پرتو سیمو کې حاکم دی، خو په هغو سیمو کې چې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته ده او لوړ سرعت ته اړتیا وي، تارا د سټارلینګ ځواکمن رقیب په توګه میدان ګټلی شي. دا نوې سیالي به بالاخره د انټرنیټ د بیو په راټیټولو او د سرعت په زیاتولو کې له عامو کاروونکو سره لویه مرسته وکړي.

لیلا حبيبي

لیلا حبيبي یوه د روغتيا او زده‌کړې خبریاله ده چې د طبي پرمختګونو، د ښوونځیو د اصلاحاتو او د عامه هوساینې د نوښتونو په اړه لیکنې کوي. د هغې کار د ټولنې د روغ ژوند او تعلیمي ودې په ترویج تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button