سیمه ییز خبرونهکورني خبرونه

د سینګارتونونو تړل به ۶۰ زره ښځې بې روزګاره کړي

په افغانستان کې د سینګارتونونو تړل کېدل هغه ښځې هم بې کاره کړي چې له دې لارې کورنیو ته روزي پیدا کوي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې یوې ویلي، چې د طالبانو حکومت له خوا د ښکلا سالونونو د تړل کېدو پرېکړې له امله به په ټول هېواد کې شاوخوا ۶۰ زره ښځې بې روزګاره شي.

دې سرچینې چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي زیاته کړې، پلازمېنه کابل کې د ښځو د ښکلا ۳۱۰۰ او په ټول هېواد کې ۱۲ زره سالونونه فعال دي چې په هر یوه کې یې په منځني ډول ۵ ښځې پر کار بوختې دي.

دې سرچینې بي بي سي ته وویل، چې د طالبانو حکومت کې د امربالمعروف وزارت دوی ته هم په شفاهي ډول خبرداری ورکړی چې له رسنیو سره پر سینګارتونونو د بندیز په تړاو ونه غږېږي.

نور ولولئ: پر ښځو د طالبانو کاربندیز؛ ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خپلو عملیاتي چارو ارزونه پيل کړې

له دې سره هممهاله په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت ‘یوناما’ ویل‍ي چې دغه بندیز د ښځو پر حقونو نوی محدودیت دی او دا چې د افغانستان پر اقتصاد به هم منفي اغېزه وکړي.

یوناما وايي،دا پرېکړه د ښځو کاروبار د ملاتړ له اعلان سره ټکر کې ده

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ له حاکمو چارواکو غوښتي چې په دې تړاو خپله پرېکړه بېرته واخلي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت امر بالمعروف وزارت بي بي سي ته منلې، چې په افغانستان کې یې ټولو سینګارتونونو ته په یوه میاشت کې د سالونونو د تړلو امر کړی دی.

طالبانو په لومړۍ واکمنۍ کې هم سینګارتونونه تړلي و

د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال هم پلازمېنه کابل او څو نورو ښارونو کې سینګارتونونه تړل شوي وو، خو په ۲۰۰۱ کال کې د دوی تر سقوط وروسته بېرته فعال شول.

تېرې دوه لسیزې په دې برخه کې ګڼ شمېر ښځو ته د کار فرصت برابر شوی وو.

طالبانو که څه هم د ۲۰۲۱ کال اګست کې پر افغانستان له بیا واکمنېدو راهیسې ښځینه سینګارتونونه پرانیستي پرېښودل، خو د دغو سالونونو پر لوحو او د مخې پر ښيښو د ښځو د کښل شویو عکسونو د څېرو پټولو لپاره رنګونه وموښل شول.

د طالبانو له بیا ځلي واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې د ښځو حقونه او ان بنسټېزې ازادۍ ورځ تربلې محدودېږي.‌

په افغانستان کې د طالبانو حکومت نجونې له شپږم ټولګي پورته له زدکړو منع کړې، لوبغالو او پارکونو ته پر تګ یې بندیز لګولی او په دا وروستیو کې یې ان د ملګرو ملتونو په دفترونو کې له کار هم راوګرځولې.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button