طالبانو هڅه کړي چې د شاه امان الله خان پرضد مستند فلم جوړ کړی څو یې د خلکو په ذهن کې بد معرفي کړي
شاه غازي امان الله خان د افغانستان د خپلواکۍ اتل دی، خو ځینې کارپوهان وايي، بریټانیا په غیر مستقیم ډول هڅه کوي چې په افغانانو کې د غازي امان الله ۱۰۵ کلن نفوذ راکم یا کمرنګه کړي، خو دوی وايي، د افغانانو شعور لوړ دی او په دې پوهېږي چې دا ډول مستند د چا کار دی او څه غواړي.
د خپلواکۍ اتل پرضد اقتدام
په همدې اړه د طالبانو د رژیم یوې تبلیغاتي ادارې له انګریزي ښکېلاک څخه د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکي مترقي پاچا امان الله خان خلاف یو تبلیغاتي مستند جوړ کړی.
په دې مستند کې چې د طالبانو یو شمېر استخباراتي مبلغانو په خپلو ټولنیزو رسنیو کې خپور کړی، د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو د نړیوال مرکز رئیس اکاډمیسن دوکتور سید محی الدین هاشمي د یوازینۍ سرچینې په توګه غږول شوی.
نور ولولئ: د شارخ خان ۲۳ کلنې لور په ۱۲ کروړه نوی جایداد واخیست
نور ولولئ: د بالیووډ رښتینی ژوند؛ شارخ خان څنګه مین شو؟
په دې مستند کې سید محی الدین هاشمي تر ډېره د شاه امان الله خان د منفي تصویر ښودلو هڅه کړې، چې له امله یې د یو شمېر افغان ځوانانو توندو نیوکو سره مخ شوی.
د طالبانو په دې تبلیغاتي مستند کې پر شاه امان الله خان او کورنۍ یې ګڼ تورونه لګول شوي، چې منتقدانو توند غبرګونونه پرې ښودلي.
د علومو اکاډمۍ او طالبانو چوپتیا
سید محی الدین هاشمي او د طالبانو رژیم د خپلو دغو تبلیغاتو په اړه څه نه دي ویلي.
څو ورځې مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ویلي وو، چې د امان الله خان په اړه بحثونو ته اړتیا نشته.
سید محی الدین هاشمي د علومو اکاډمۍ له پخوانیو غړو څخه دی، چې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره د اکاډمیسنۍ رتبه هم ورکړل شوې ده.
په دې مستند کې چې کره نه بلل کېږي، یو طرفه قضاوت شوی او هڅه په کې شوي چې د امان الله او د هغه د کورنۍ پرضد بې اساسه څه راټول او بیا یې خپاره کړي، خو له دې سره، سره دغه مستند د زیات شمېر افغانانو له ګڼو نیوکو سره مخامخ شوی او پر طالبانو یې هم نیوکې کړي دي.
د یادونې وړ ده چې طالبان د شاه امان الله تر قیادت لاندې د زمري ۲۸ د خپلواکۍ ورځ نمانځي، خو نوموړی غازي بیا نه مني.