د شاه و عروس بند چارې بشپړې او کټې اخیستنې ته وسپارل شو
د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د شاه و عروس بند چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د کابل ولایت په شکردرې ولسوالۍ کې نن (د مرغومي ۱۱مه) د شاه او عروس بند د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت لهخوا رسماً پرانستل شو.
په دې اړه جوړې شوې غونډې ته د طالبانو ګڼ جګپوړي چارواکي راغلي وو. د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د بند د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د دغه بند بشپړېدا د هېواد د اوبو د مدیریت په برخه کې یو مهم او ګټور ګام دی. هغه زیاته کړه چې څو لسیزې جګړې د اوبو په برخه کې د بنسټیزو کارونو د ترسره کېدو مخه نیولې وه.
د شاه و عروس بند چارې مسلکي ترسره کېدل
ملا برادر په خپلو خبرو کې وویل چې د شاه او عروس بند چارې، چې په ۱۳۸۹ کال کې پیل شوې وې، اوس په مسلکي ډول پای ته رسېدلې دي.
د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي بیا په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې طالبان د اوبو د مدیریت لپاره ځانګړې پروژې په پام کې لري. هغه وویل چې د بندونو جوړول د اقلیمي بدلون له امله د وچکالۍ په کنټرول کې اغېزناک دي.
نور ولولئ: ملا برادر اخوند: موږ به ګاونډیانو ته د افغانستان بهېدونکي اوبه مهار کړو
نور ولولئ: ایران: هرات کې د پاشدان بند جوړېدل به د میلیونونو کسانو ژوند اغېزمن کړي
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور وویل چې شاه او عروس بند به د کابل د اوبو د کمښت ستونزه حل کړي. د هغه په وینا، پر دغه بند له ۲۵۰ میلیون ډالرو ډېر لګښت شوی او دا به د کابل ۲۰ زرو اوسېدونکو ته پاکې اوبه برابرې کړي او شاوخوا ۳۵۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه به خړوبه کړي.
شاه و عروس بند او د کابلیانو هیلې
په غونډه کې د کابل لپاره د طالبانو والي امین الله عبید وویل چې د دې بند پرانیستل د کابلیانو د اوږدمهاله هيلو پوره کېدل دي. هغه دغه پروژه د افغانستان لپاره د طالبانو یوه لویه لاسته راوړنه یاده کړه.
له بلې خوا، د شنونکو په وینا د شاه او عروس بند چارې د تېر حکومت پر مهال بشپړېدو ته نژدې شوې وې، خو د جمهوریت تر سقوط وروسته یې پاتې چارې طالبانو بشپړې کړې.
د یادونې وړ ده چې ایران او پاکستان وخت نا وخت په افغانستان کې د اوبو مدیریت په اړه اندېښنې څرګندوي او دوی له سلګونو کلونو راهیسې د افغانستان د اوبو له طبیعي جریان ګټه پورته کوي.