لوبې

د شل اوریز نړیوال جام لپاره جایزې اعلان شوې

د کرکټ نړیوالې شورا د شل اوریز نړیوال جام ګټونکې لوبډلې ته د ۱.۶ میلونه ډالر جایزه ورکوي او هغه لوبډله چې پایلوبه وبایلي، هغې ته به ۸۰۰ زره ډالر د انعام په توګه ورکړي.

ای سی سی:

د آی سي سي د معلوماتو له مخې، د نړیوال جام په نیمه پایلوبه کې هره لوبډله چې په نیمه پایلوبه کې ماتې خوري، هغوی ته به ۵.۶ میلونه ډالر ورکوي او هغه اته لوبډلې چې له سوپر ۱۲ پړاو څخه بهر کېږي، هغوی ته ۷۰ زره ډالر ورکول کیږي. د یادونې وړ ده چې افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلستان، هند، نیوزیلینډ، پاکستان او سویلي افریقا اته هغه لوبډلې دي چې د سوپر ۱۲ پړاو ته یې لار موندلې ده او څلور لوبډلې به ورته نورې لري.

نور یی ولوله | ا.ا چارواکو د سفرونو بندیز معافیت د غځېدو غوښتنه

نور یی ولوله | د رسنیو د کمیسیون غونډه

نورې لوبډلې: 

نورې اته لوبډلې په دوو ګروپونو وېشل شوي، چې په الف ګروپ کې نمیبیا، سریلانکا، هالېنډ، متحده عربي امارات او په بي ګروپ کې ویسټ انډیز، سکاټلېنډ، ایرلېنډ او زمبابوې لوبډلې دي، چې له هر ګروپ به دوه-دوه لوبډلې بل پړاو ته لار مومي.

په لومړي پړاو کې د يوې سيالۍ د ګټلو جايزه څلويښت زره ډالره ده، په داسې حال کې چې د دولسو سياليو د ګټلو جايزه به څلور لکه او اتيا زره ډالره وي. هغه څلور لوبډلې چې په لومړي پړاو کې بهر کېږي، هغوی ته ۴۰ زره ډالره جایزه ترلاسه کوي. هېره دې نه وي د ۲۰۲۲ کال شل اوریز نړیوال جام د اکتوبر په ۱۶مه په استرالیا کې پیلېږي چې د نومبر تر ۱۳مې به دوام وکړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button