نړیوال خبرونه

ا.ا چارواکو د سفرونو بندیز معافیت د غځېدو غوښتنه

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري د اسلامي امارت د ځینو چارواکو د سفرونو د معافیت له پای‌ته رسېدو  نږدې یوه نیمه میاشت تېرېږي.اسلامي امارت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غواړي چې د منزوي کېدو له تګلارې کار وانخلي او د سفرونو معافیت موده وغځوي.

د اسلامي امارت مرستیال: 

د اسلامي امارت مرستیال ویاند بلال کریمي وايي: «د منزوي کېدو پالیسي د هېڅ لوري په ګټه نه‌ده، اسلامي امارت له ټولو اړخونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او دا د ټولو اړخونو په ګته دی. بل خوا د نړۍوالو چارو شنونکي په دې باور دي،چې سیاسي او اقتصادي بندیزونه د افغانستان په ګټه نه دي. د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي: «په‌دې اړه په امنیت شورا کې د پخوا پرتله د لیدلورو اجماع نه‌شته او اروپايي هېوادونه چې په یو صورت دا سفرونه ومني، دا دی چې د کابل له لوري د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو لپاره یوه ټاکلې نېټه ورکړل شي.

نور یی ولوله | د رسنیو د کمیسیون غونډه

نور یی ولوله | د بهرنیو چارو وزارت سساسي معین: پاکستان دې د زمونږ داخلي چارو کې مداخله نه کوي

د نړیوالو چارو شنونکي: 

د نړۍوالو چارو شنونکی واحد فقیري وايي: «زه فکر کوم چې په دې برخه کې ښايي یو داسې فیصله وشي چې د دوی ځینو غړو ته تر قطره پورې اجازه ورکړي چې قطر ته ولاړ شي او بېرته راشي، خو نورو ځایونو ته زه فکر نه کوم چې اجازه ورکړل شي.

تر دې وړاندې ځینو ډېپلوماټيکو سرچینو ویلي، د اسلامي امارت د چارواکو د سفرونو د معافیت د غځېدو پر سر د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو ترمنځ اختلافونه رامنځته شوي دي. تر اوسه د ملا عبدالغني برادر، ملا عبدالسلام حنفي، مولوي عبدالکبیر او امیرخان متقي په ګډون د سرپرست حکومت د دیارلسو چارواکو د سفرونو د بندیزونو معافیت نه‌دی غځول شوی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button