د شنو خونو تولید؛ د حاصلاتو زیاتوالی او د خاورې د زیان اندېښنې

د شنو خونو تولید په افغانستان کې د کرنیزو حاصلاتو په زیاتوالي کې مرسته کوي، خو کارپوهان د کیمیاوي سرو، د اوبو کمښت او پلاستیکي ککړتیا له خطرونو خبرداری ورکوي.
په افغانستان کې د شنو خونو پراختیا د کرنیزو محصولاتو د زیاتوالي او د بزګرانو د عوایدو د لوړولو لپاره مهمه بلل کېږي، خو کارپوهان وايي چې د سرچینو ناسم مدیریت د خاورې او چاپېریال لپاره ستونزې رامنځته کولای شي.
د دوی په وینا، د کیمیاوي سرو له اندازې زیات استعمال، د اوبو کمښت او د کرنیزو پلاستیکونو ناسم مدیریت هغه عوامل دي چې د ځمکې حاصلخېزي اغېزمنولای شي.
د چاپېریال ساتنې کارپوه انجنیر سیدقیوم هاشمي وايي، کیمیاوي سره که د خاورې او نباتاتو د اړتیا له مخې وکارول شي، د حاصلاتو په زیاتوالي کې مرسته کوي.
خو د هغه په خبره، نامتوازن استعمال یې په خاوره کې د مالګو د راټولېدو او د تیزابیت یا القليوالي د کچې د بدلون لامل کېدای شي.

د شنو خونو تولید او د کیمیاوي سرو اغېزې
د کرنې برخې کارپوه الیاس صدیقي وايي، د خاورې د غذایي موادو کمښت د مناسبو سرو په مرسته جبرانېدای شي، خو د اړتیا له معلومولو پرته د سرې زیات استعمال اوږدمهاله ستونزې پیدا کولای شي.
د هغه په وینا، د یوه ډول سرې دوامداره استعمال د خاورې د غذایي عناصرو توازن ګډوډوي او د ځمکې حاصلخېزي کمولای شي.
نوموړی زیاتوي چې په شنو خونو کې د پرلهپسې کرنې له امله د اوبو او سرې سم مدیریت ځانګړی اهمیت لري.
کارپوهان سپارښتنه کوي چې بزګران د سرې له استعمال مخکې خاوره معاینه کړي او د کیمیاوي سرو ترڅنګ له حیواني سرې او کمپوست څخه هم په مناسبه اندازه ګټه واخلي.
د کرنیزو محصولاتو تناوب هم د خاورې د غذایي موادو د توازن په ساتلو کې مرسته کولای شي.
د کابل د یوې شنې خونې کارګران له کومو ستونزو سره مخ دي؟
د کابل د حاجي نبي ښارګوټي په یوه لس جریبه شنه خونه کې کارګران وايي چې د اوبو کمښت او د ځمکې په بېلابېلو برخو کې د حاصلاتو توپیر د دوی له مهمو ستونزو څخه دي.
د شنې خونې مسوول محمد حسيني پژواک ته ویلي چې په دغه ځای کې اصلاح شوي تخمونه او د محصولاتو د اړتیا له مخې بېلابېلې سرې کارول کېږي.
د هغه په وینا، سږ کال یې د بادرنګو ترڅنګ ګلپي، کدو، دلمه مرچ او رومي بانجان هم کرلي دي.

د شنې خونې کارګر سخي وايي، د سرې اندازه باید په دقت وټاکل شي؛ ځکه زیاته سره نباتاتو ته زیان رسولای شي او کمه اندازه یې د اړتیا وړ غذایي مواد نه شي برابرولای.
بل کارګر احمد مرادي وايي چې د ځمکې په ځینو برخو کې حاصلات ښه دي، خو په نورو برخو کې کم حاصل ترلاسه کېږي.
د هغه په خبره، د اوبو کمښت هم د کرنې چارې ستونزمنې کړې دي.
مرادي وايي، تېر کال یې اوبه په ټانکرونو کې راوړلې، خو سږ کال د ښارګوټي د اوبو د نل په غځېدو سره ستونزه تر یوه بریده کمه شوې ده.
د دغو کارګرانو تجربې ښيي چې د شنو خونو تولید یوازې د سرې په استعمال نه زیاتېږي، بلکې د خاورې کیفیت، د اوبو شتون او د محصولاتو مناسب انتخاب هم پکې مهم رول لري.
د اوبو کمښت او پلاستیکي ککړتیا
د چاپېریال ساتنې کارپوه سیدقیوم هاشمي وايي، د اوبولګولو د اوبو کیفیت د خاورې پر حاصلخېزۍ مستقیم اغېز لري.
د هغه په وینا، که د اوبولګولو اوبه زیات مالګینتوب ولري، په خاوره کې د مالګو د راټولېدو احتمال زیاتېږي.
هاشمي د څاڅکي اوبولګولو سیستم د اوبو د سپما یوه ګټوره لاره بولي، خو ټینګار کوي چې دغه سیستم په یوازې ځان د خاورې د مالګینتوب مخه نه شي نیولای.
د اوبو کیفیت، د اوبولګولو اندازه او د اضافي اوبو د ایستلو مناسب سیستم هم اړین دي.
له بلې خوا، په شنو خونو کې کارېدونکي پلاستیکي پوښونه، نلونه او د کرنیزو موادو بستهبندۍ هم چاپېریالي اندېښنې رامنځته کوي.
کارپوهان وايي، که دغه پلاستیکونه په سمه توګه راټول او مدیریت نه شي، د خاورې او چاپېریال د ککړتیا لامل کېدای شي.
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان هم د کرنیزو پلاستیکونو د ناسم مدیریت د احتمالي زیانونو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د کارپوهانو په باور، د شنو خونو تولید د دوام لپاره اړینه ده چې زاړه پلاستیکونه په خوندي ډول راټول شي او له سوځولو یې ډډه وشي.
د کرنې وزارت: افغانستان کې څه باندې ۲۵ زره شنې خونې شته
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مولوي شېرمحمد حاتمي وايي، د شته معلوماتو له مخې په افغانستان کې ۲۵ زره او ۲۲۵ شنې خونې موجودې دي.
د هغه په وینا، له دې ډلې ۴ زره او ۷۱۶ شنې خونې په تېرو څو کلونو کې جوړې شوې دي.
حاتمي وايي، دغه تاسیسات د کرنیزو محصولاتو په زیاتوالي، د بزګرانو د عوایدو په لوړولو او د بازار د اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته کوي.
خو نوموړی ټینګار کوي چې د کیمیاوي سرو ناسم او له اندازې زیات استعمال د خاورې د حاصلخېزۍ کمېدو او د اوبو د سرچینو د ککړتیا لامل کېدای شي.

د وزارت د ویاند په خبره، د سرو د کیفیت د کنټرول لپاره ځانګړې کړنلاره پلي کېږي او په بندرونو او بازارونو کې د غیرمعیاري سرو د مخنیوي هڅې روانې دي.
هغه زیاتوي چې د کرنیزو ترویجي پروګرامونو له لارې بزګرانو ته د سرو د سم استعمال او د خاورې د ساتنې په اړه معلومات ورکول کېږي.
د کرنې وزارت د عضوي سرو د تولید او کارونې پراختیا هم د خاورې د کیفیت د ساتنې له مهمو لارو بولي.
کارپوهان ټینګار کوي چې د شنو خونو تولید هغه مهال دوامدارې ګټې لرلای شي چې د حاصلاتو د زیاتوالي ترڅنګ د اوبو سپما، د خاورې ساتنه او د کرنیزو کثافاتو سم مدیریت هم په پام کې ونیول شي.
د شنو خونو تولید؛ د حاصلاتو زیاتوالی او د خاورې د زیان اندېښنې
د شنو خونو تولید؛ د حاصلاتو زیاتوالی او د خاورې د زیان اندېښنې



