سیمه

د شهباز شریف څرګندونو ته د طالبانو غبرګون: افغانستان ستاسو د غلطو سیاستونو مسئول نه دی

اړوند خبرونه:

عباس عراقچي: د افغان کډوالو د ستنېدو بهير به تدريجي وي

علیرضا بیګدلي: ایران کې افغان کډوال د دې هېواد په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت په یوه غږیز پیغام کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې پاکستان باید افغانستان د خپلو «غلطو» سیاستونو مسئول ونه ګڼي.

هغه وایي چې دوی د پاکستان ادعاوې بیا ردوي او د دې هېواد پر ضد «هیڅ اقدام او فعالیت» ته اجازه نه ورکوي.

د طالبانو مرستیال ویاند ټینګار کوي چې په پاکستان کې له امنیتي پېښو سره د دوی تر ادارې لاندې افغانستان هېڅ تړاو نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په لندن کې د خبریالانو یوې غونډه کې یو ځل بیا له طالبانو غوښتنه وکړه چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) په ګډون د ترهګرو ډلو پر وړاندې ژر تر ژره اقدام وکړي.

هغه ټینګار وکړ چې طالبان باید ډاډ ورکړي چې د افغانستان له خاورې د «ترهګریزو» اقداماتو لپاره ګټه نه پورته کېږي.

هغه وویل: «افغانستان ګاونډی او ورور هېواد دی او اوس د طالبانو مسئولیت دی چې پرېکړه وکړي چې آیا غواړي د سولې غوښتونکي ګاونډي په توګه ژوند وکړي یا په شخړو کې ښکېل پاتې شي.»

د یادونې وړ ده چې پاکستان کې ورځ تر بلې امنیتي حالت خرابېږي.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button