سات تيرينړیوال خبرونه

د صاحب شاه صابر۱۳تلین

صاحب شاه صابر د پښتو ژبې نامتو شاعر و. هغه په پښتو ادبیاتو ، اردو ادبیاتو او سیاسي علومو کې د ماسټرۍ سندونو تر څنګ په ادبیاتو کې د PhD سند ترلاسه کړی ، چې ټول د پیښور پوهنتون څخه دي.هغه ګڼړ شمېر خپاره شوي کتابونه لري د خوبوهنه او تکل د شعرونو ټولګه او د نورو کتابونو ترڅنګ د پښتو ادب په اړه لیکل شوي دي.

د پښتو نامتو سندرغاړي کرن خان ، چې د پښتو مشهور عصري سندرغاړی او شاعر دی ، د خپل غزل او نثرونو په اړه بشپړ بې غږه البوم خپور کړی چې عنوان یې د بیا ههنه مکهم دی د هغه شاعري د نورو نامتو سندر غاړو لکه سردار علي ټکر لخوا هم ویل کیږي

هغه ویلي زه کرن د يو هنرمند په توګه ارواښاد صاحب شاه صابر د يو لوى استاد په توګه پېژنم. ما چې څومره صابر صېب لوستى او د هغه په اړه مې د هغه له ملګرو اورېدلي، هغه يو پوهه او د يو بيل طرز او اسلوب لرونکى شاعر و.

د هغه فکر د نړۍ له ليکوالانو بېخي بدل و، په ټولنه کې ستونزو ته د کتنې او په هغه اړه د احساس ميتود يې ځانګړى او جدا و. د روانې تودوخۍ او د ناروغيو په اړه د هغه شاعري شته، د هغه غزلونه، نظمونه او ټوله شاعري تر بل هر چا جدا او سنجيده ده.

استاد ډاکټر صېب صاحب شاه صابر د خپل نوم په څېر ځلېدلى، پوه او سپېڅلى دى. هغه ډېر لوى مفکر او ډېره لويه هستي وه، څنګه چې عقيل يوسفزي صېب خبره کړې وه، چې صاحب شاه بيمارۍ کم وژلى او د خپلو ملګرو رويو ډېر وژلى دى، خداى دې وکړي چې اوس زموږ رويې درستې شي او اوس زموږ څخه څوک بې وخته لاړ نه شي.

د صاحب شاه صابر د تلين لمانځل د ډاکټر اسرار اتل زيار دى، چې کال په کال يې جوړوي او ما پکې د هغه له شعرونو دوه البمه هم جوړ کړل او نور ماښامونه هم پکې وکړل، خو سږ کال د دې افت له وجې څوک نه شي راټولېدلى.

زموږ زړه غواړي چې سره راټول شو، خو سږ کال په دې ١٣م تلين کې نه شو راټولېدى، زموږ دعاوې د هغه د روح سره دي او د هغه روح او بچي دې په سکون او ارام کې وي.

انشا الله که حالات ښه شي، بيا به سره راټول شو او د دې حقدار شخصيت حق به ادا کړو.

 نن د پښتو ژبې د نامتو ليکوال او شاعر ارواښاد ډاکټر صاحب شاه صابر ١٣م تلين دى، هغه په ١٩٥٦ کال کې د خېبر پښتونخوا ملاکنډ په سخاکوټ کې زېږېدلى و او د ٢٠٠٧ کال د اپريل په دريمه نېټه يې په پېښور کې خپل روح حق ته وسپاره.

د ارواښاد صابر تکل، خوبونه، واورې او ګلونه، پښتانه او پښتو ټپه، رڼا او ګلونه او د اېم فيل تيسز او ډاکټرۍ تيسز کتابونه چاپ شوي دي.

ارواښاد صابر نه يوازې دا چې يو ښه شاعر او ليکوال و، بلکې هغه يو ښه کره کتونکى هم و.

د ارواښاد ډاکټر صاحب شاه صابر د ١٣م تلين په ورځ مو د پښتو ژبې نامتو هنرمندد کرن خان ليکنه، چې په شهباز ورځپاڼه کې خپره شوې ده، د هغوى په مننه له تاسې سره شريکه کړه.

د ارواښاد صاحب شاه صابر ځينې شعرونه لاندې ولولئ:

په تودو څړيکو يې وينځلي ساتو څومره پالنه د زخمونو کوو

ياران د تېرې زمانې يادوو ارمان د ورانو محفلونو کوو

په ساده ساده رښتيا رښتيا ويلو له صابر سره د ډېرو دښمني ده

په دې ښار کې به سړي، سړي ته ګورې د دې ښار بلها سړي، سړيخواره دي

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button