اړوند خبرونه:
د طالبانو اعلامیه: د هند او پاکستان تر منځ زیاتېدونکی کړکېچ د اندېښنې وړ دی
هند پر پاکستان د «سندور» عملیات پیل او ۹ سیمې یې په نښه کړي
کشمیر کې د تاوتریخوالي له امله، له هند سره د افغانستان سوداګري په ټپه ودرېده
اسلام اباد: “هند به په راتلونکو څو ساعتونو کې پر پاکستان برید وکړي”
امیر خان متقي وايي، رسمیت پېژندنه د فشار په توګه کارول کېږي
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو څلور کاله وروسته، لا هم د کابل او اسلام اباد اړیکې عادي شوي نه دي. سره له دې چې پاکستان پر افغان طالبانو باندې پیاوړی نفوذ لري، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو محور د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) ډلې پر سر راڅرخي. دغه ډله د دواړو هېوادونو لپاره د سترې ننګونې په توګه پاتې شوې او د دوی ترمنځ یې اړیکې د بې باورۍ پر بنسټ ولاړې کړې دي.
د واک د توازن بدلون
په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د طالبانو په واکمنېدو سره، په سیمه کې د سیاسي ځواک توازن په بشپړه توګه بدل شو. پاکستان، چې د افغانستان یو مهم ګاونډی دی، د دې بدلون امنیتي اغېزې په شدت سره احساسوي. د لسیزو راهیسې، طالبان د پاکستان د یوې څانګې په توګه پېژندل کېدل او د پاکستان استخباراتي ادارې (آی اېس آی) پر هغوی باندې خپل نفوذ درلود. دغې اسلامپالې ډلې کولای شول په ازاده توګه په پاکستان کې فعالیت وکړي.
د پاکستان ستراتیژیکه تېروتنه
د بن د شخړو د مطالعاتو د نړیوال مرکز (BICC) مشر، کنراډ شیټر په وینا، د پاکستان موخه دا وه چې په کابل کې داسې یو حکومت رامنځته کړي چې د دوی تر کنټرول لاندې وي. خو طالبانو تل هڅه کړې چې ځانونه د پاکستان له کنټروله ازاد کړي. د طالبانو پاکستانۍ څانګه، تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي)، په پرله پسې توګه د بریدونو له لارې د پاکستان په بې ثباتۍ کې رول لوبوي.
د ترهګرۍ نوی فصل
په پاکستان کې نورې وسله والې ډلې لکه د داعش خراسان څانګه او په بلوچستان ایالت کې بېلتون غوښتونکي غورځنګونه هم په افغانستان کې د طالبانو له بریا وروسته زړور شوي دي. د پاکستان د سولې د مطالعاتو د مرکز کارپوه، صفدر سیال وایي چې دغو ډلو د سیمې له بدلیدونکو شرایطو څخه په ګټې اخیستنې د پاکستان د حکومت پر وړاندې خپل فعالیتونه زیات کړي او د ملي امنیت لپاره یې نوی ګواښ رامنځته کړی دی.
د عملیاتي وړتیاوو لوړوالی
دغو ډلو خپل عملیاتي وړتیاوې پیاوړې کړې دي. سیال زیاتوي چې دوی پاکستاني سرتېري او همدارنګه چینایي کارګران تښتولي دي. چین د پاکستان تر ټولو مهم سوداګریز شریک دی او د ورېښمو لارې او د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) په څېر په ډېرو زیربنایي پروژو کې پانګونه کوي. سیال وایي: “په وروستیو کلونو کې، په افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی، په داسې حال کې چې پاکستان د ترهګریزو فعالیتونو په مرکز بدل شوی دی.”
د ټيټيپي بیا راپورته کېدل
د ۲۰۲۰ کال تر نیمایي پورې، کله چې امریکایي ځواکونه لا په افغانستان کې وو، د پاکستاني طالبانو تحریک د پرله پسې پوځي بریدونو له امله کمزوری شوی و او په څو وړو ډلو وېشل شوی و. پاکستان ادعا کوي چې دغه وسله وال د افغانستان په سرحدي غرنیو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو. په پایله کې، په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو شمېر د پام وړ کم شوی و. خو کله چې امریکا په ۲۰۲۰ کال کې له طالبانو سره خبرې اترې بیا پیل کړې، د ټيټيپي بېلې شوې ډلې بیا سره متحدې شوې.
د بریدونو زیاتوالی
له ۲۰۲۱ کال راهیسې، په پاکستان کې د اسلامپالو انګېزو پر بنسټ د بریدونو او مشکوکو فعالیتونو شمېر بیا په شدت سره زیات شوی دی. د ملګرو ملتونو یو راپور ښیي چې ټيټيپي په افغانستان کې په داسې یو چاپېریال کې فعالیت کوي چې “د زغم وړ” بلل کېږي او ډېر عصري وسلو ته لاسرسی لري. دې کار د دغې ډلې عملیاتي وړتیا د پام وړ لوړه کړې ده. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د څارنې ډلې د راپور له مخې، ټيټيپي په سرحدي سیمه کې شاوخوا شپږ زره وسله وال لري او د افغانستان له بالفعل ادارې څخه د پام وړ لوژیستیکي او عملیاتي ملاتړ ترلاسه کوي. افغان طالبان خپل پاکستاني وسله وال وروڼه یوه ترهګره ډله نه ګڼي.
د اسلام اباد ځنډنی غبرګون
د ۲۰۲۱ کال په اګست کې، د پاکستان سیاسي مشرتابه په لومړي سر کې په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو هرکلی وکړ او هغوی یې په سیمه کې د یو احتمالي ستراتیژیک متحد په توګه لیدل. خو دا خوشبیني لنډمهاله وه. ډېر ژر په اسلام اباد کې یو شمېر سیاستوال په دې پوه شول چې طالبان د پاکستان له حکومت سره د همکارۍ پر ځای، له خپلو پاکستاني متحدینو، یعنې ټيټيپي، سره همکارۍ ته لومړیتوب ورکوي.
د اړیکو ترینګلتیا
د اسلام اباد میشتي شنونکي، طاهر خان په وینا، د کابل طالبانو ادارې د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې د ټيټيپي پر وړاندې هېڅ کوم مشخص ګام نه دی اخیستی. دې کار په تېرو څلورو کلونو کې د پاکستان او افغانستان اړیکې د پام وړ ترینګلې کړې دي. پاکستان د طالبانو پر ادارې د فشار راوړلو لپاره، د افغانستان په ختیځ کې د ټيټيپي پر مشکوکو پټنځایونو باندې هوايي بریدونه ترسره کوي.
د پاکستان فشارونه
پاکستان د طالبانو پر ادارې د فشار لپاره، له پولې هاخوا هوايي بریدونه ترسره کوي. د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په پای کې، د طالبانو د سرچینو په وینا، لږ تر لږه ۴۶ کسان، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو، د پاکستاني جنګي جټ او بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ووژل شول. اسلام اباد همدارنګه د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې له یو میلیون څخه ډېر افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کړي، په داسې حال کې چې دوی ستنېدو ته لېوال نه وو. تمه ده چې د ۲۰۲۵ کال تر سپټمبر پورې ۱.۳ میلیونه نور افغان کډوال هم له ورته برخلیک سره مخ شي.
د پخلاینې هڅې او ننګونې
په ۲۰۲۵ کال کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ یو محتاطانه سیاسي پخلاینه پیل شوه. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق دار په اپریل کې کابل ته سفر وکړ او د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په جولای کې کابل ته ورسېد. خو طاهر خان ټینګار کوي: “تر هغه وخته چې د ټيټيپي مسئله په اغېزمنه توګه حل نه شي، په دوه اړخیزو اړیکو کې به د پام وړ ښه والی رامنځته نه شي.” همدا لامل دی چې اسلام اباد د طالبانو د ادارې د رسمي پېژندلو په اړه زړه نا زړه دی او د دې ډلې د په رسمیت پېژندلو لپاره لاره لا اوږده ښکاري.