افغانستان

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت: “له چین سره مو په دوه اړخیزو اړیکو خبرې وکړې”

طالبان په یوه علامیه کې وايي، له چین سره یې په دوه اړخیزو اړیکو خبرې اترې کړي دي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې، د چین او افغانستان تر منځ د دوه اړخیزو او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې وشوې.

په دغې خبرپاڼه کې د افغانستان لپاره د چین د ځانګړي استازي له قوله لیکل شوي، چې امیر خان متقي به د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په راتلونکي ناسته کې ګډون وکړي.

اقتصادي اړیکې او سیمه ییزې چارې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د (لیندۍ پنځمه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیایو یونګ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې د افغانستان او چین پر دوو اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاریو او سیمه ییزو چارو خبرې کړې دي.

نور ولولئ: المرصاد: اسلام اباد د خپلو ګټو په خاطر چین د سیمې نیابتي جګړو ته راکاږي

نور ولولئ: طالبان وايي، افغانستان به د چین د یوه کمربند او سړک پروژې غړی شي

په خبرپاڼه کې لیکل شوي، چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ویلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر به د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په راتلونکي ناسته کې ګډون وکړي.

د چین ځانګړي استازي د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستي د جوړیدو په درشل کې درې ورځې وړاندې ترکمستان او له هغه وړاندې پاکستان ته سفرونه کړي و.

دا هم ولولئ:  د افغانستان د سپورتي موټرو د پانګوالو لټون پیل شو

طالبان او په رسمیت نه پېژندل کېدل

سره له دې چې طالبان په نړۍ کې د یوه هېواد له لوري په رسمیت نه دي پېژندل شوي، خو بیا هم چین، روس، ایران او د سیمې ځینې نور هېوادونو د خپلو ګټو په خاطر له طالبانو سره د تعامل تر کچې رسېدلي دي.

د راپورونو له مخې چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د پنځمې ناستې کوربه توب به ترکمنستان وکړي خو د دغې ناستي دقیقه نېټه لا نه ده څرګنده شوې.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو لومړنۍ ناسته د پاکستان په کوربه توب په انلاین ډول ترسره شوه.

همدارنګه د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دویمه ناسته د ایران، درېیمه د چین او څلورمه په سرمرقند کې ترسره شوه.

د طالبانو واکمن رژیم له یوې خوا له نړۍ سره د تعامل هڅه کوي، خو د داخلي مشروعیت د تر لاسه کولو لپاره هېڅ ډول پرمختګ نه لري.

احمد ضیا شنواری

احمد ضیا شنواری یو سياسي شنونکی او خبریال دی چې د افغان حکومت د اصلاحاتو، د سولې د هڅو او د حکومتدارۍ د پرمختګونو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د هیواد د سیاسي بدلونونو او د پایداره سولې پر بهیر تمرکز لري.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button