Uncategorized

د طالبانو حکومت دوبۍ کې افغان کونسلګرۍ ته خپل استازی ټاکلی

د طالبانو حکومت دننه سرچینو ويلي چې په دوبۍ کې د افغان قونسلګرۍ واک دوی ته ورکړل شوی دی

طالبانو دا په یوه بل پسې سفارتي او سیاسي لاسته راوړنه بللې ده.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت رسنیو ته ويلي:” پدې اړه چې اعلامیه برابره شوه ستاسو سره به هغه شریکه کړو”.

ویل کیږي چې طالبانو د عبدالرحمان فدا په نوم کس د قونسلګرۍ چارو سمبالوونکی معرفي کړی.

نوموړي په کابل کې د طالبانو بهرنیو چارو وزارت کې کار کاوه او امیر خان متقي ته نږدې کس بلل کېږي.

له دې مخکې طالبانو د افغانستان په ګاونډ ایران کې ديپلوماتیک ماموریت تر لاسه کړی و.

د ایران او طالبانو بهرنیو چارو وزارتونو هغه مهال د دیپلوماتانو بدلون یو معمولي کار بللی و.

په ایران کې افغان سفارت ته د طالبانو لېږل شوي استازي په ایران کې طالبانو ته د افغان سفارت چارو سمبالول چې ډېرو یې ګمان نه کاوه که له یوې خوا په سیاسي ډګر کې د طالبانو لویه لاسته راوړنه بلل شوې له بلې خوا یې د ځينو پراخ غبرګونونونه هم را وپارول.

له دې سره هم مهاله د ترکیې په استانبول کې افغان قونسلګرۍ هم طالب پلاوي ته سپارل شوې وه

په ترکیه کې د مېشتو ځينو افغانانو د مالوماتو له مخې د طالب دېپلوماتانو تر څنګ د جمهوریت ځينې کارکونکي هم په ګډه د قونسلګرۍ چارې سمبالوي.

له دې مخکې په قطر او پاکستان کې هم د افغانستان استازولۍ یو په بل پسې طالب چارواکو ته سپارل شوې.

په اسلام اباد او دوحه کې د سفارتونو تر څنګ په کراچۍ ، کوټه او پېښور کې طالب دېپلوماتان د افغان استازولیو چارې پر مخ وړي.

په روسیه، چین او ترکمنستان کې هم د ځينو طالب دېپلوماتانو حضور منل شوی.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت که څه هم هېوادونه نه په ډاکه کوي خو وایې د یادو هېوادونو تر څنګ په ځينو نورو هېوادونو کې هم د دوی استازي کار کوي.

طالبان داسې مهال یو په بل پسې له افغانستانه بهر د هېواد په استازیتوب سفارتونه تر لاسه کوي چې د طالبانو حکومت هیڅ کوم هېواد په رسمیت نه دی پيژندلی خو خپله ځينو هېوادونو هم په کابل کې خپل سفارتونه فعاله ساتلي.

که څه هم طالبان د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې د افغانستان سفارتونه دوی ته سپارل په راتلونکي کې د دوی په رسمیت پیژندلو کې موثر بولي خو ځینې شنونکي بیا دا یوه اړتیا بولي او وایي چې دا چار د طالبانو حکومت په رسمیت پیژندنه کې کوم رول نشي لوبولی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button