د طالبانو حکومت د اسلامي نړۍ له هیوادونو سره د اړیکو پراختیا غواړي
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر ملا امیر خان متقي ویلي چې حکومت یې له اسلامي هیوادونو سره د اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت رسنیز دفتر په یوه خپره شوې خبر پاڼه کې ویلي چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په کندهار ښار کې د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان له استازي سره لیده کاته کړي دي.
ملا امیر خان متقي د اسلامي همکارۍ نړیوال سازمان له استازي سره په لیدنه کې څرګنده کړې ده چې د دوی حکومت له نوموړي سازمان او اسلامي هیوادونو سره په بیلابیلو برخو کې د ښو اړیکو غوښتونکی دی.
نوموړي له ښاغلي طارق علي بخیت سره په کتنه کې زیاته کړې چې اسلامي امارت له اسلامي هیوادونو سره په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د رغنده ځانګړو اړیکو غوښتونکی دی.
متقي په دې لیدنه کې ویلي چې په افغانستان کې ډیر ښه فرصت رامنځته شوی، ځکه چې په ټول هیواد کې سرتاسري امنیت ټینګ شوی دی.
نوموړي هیله څرګنده کړه چې د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان دې په بیلابیلو برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي او له اسلامي نړۍ سره د دې هیواد د اړیکو په ټینګولو کې دې رغنده رول ولوبوي.
طارق علي بخیت په افغانستان کې وضعیت مثبت ارزولی
د اسلامي همکاریو نړیوال سازمان استازي طارق علي بخیت په دې لیدنه کې د افغانستان عمومي وضعیت مثبت ارزولی او ښاغلي متقي ته یې ډاډ ورکړی چې په نیږدې راتلونکي کې به په افغانستان کې ځینې بنسټیزې پروژې پلې کړي.
هغه څرګنده کړې چې د دې پروژو د لومړنیو چارو لپاره به د متخصصانو یوه ډله هم افغانستان ته راشي.
ایا رښتیا هم په ټول هیواد کې امنیت ټینګ دی؟
سره له دې چې د بهرنیو چارو وزیر ملا امیر خان متقي په نوموړې لیدنه کې څرګنده کړې چې په افغانستان کې امنیتي حالت د ډاډ وړ دی خو بیا هم وخت ناوخت د هیواد په بیلابیلو برخو کې امنیتي پیښې رامنځته کیږي.
د دې پیښو وروستۍ هغه په هرات ښار کې د اوبو لګونې د رییس پر موټر برید و چې د نوموړي په ګډون یې ۵ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د اسلامي همکاریو سازمان استازي له دې وړاندې له ملا عبدالسلام حنفي سره هم لیدلي وو
د اسلامي همکاریو سازمان استازي له دې وړاندې د طالبانو لومړي وزیر اداري مرستیال ملا عبدالسلام حنفي سره هم لیده کاته کړي وو.
نور ولولئ: حنفي: د اسلامي هیوادونو پانګوال دې په افغانستان کې پانګونه وکړي
ښاغلي حنفي هم ټینګار کړی و چې اسلامي هیوادونه دې له افغانستان سره ښې اړیکې ټینګې کړي او هر اړخیزې مرستې دې وکړي.