نړیوال خبرونه

د طالبانو درې ورځنی اوربند په اړه د ارګ اعلامیه

د طالبانو درې ورځنی اوربند په اړه د ارګ اعلامیه.ولسمشری ماڼړید ارګ له پانړې څخه په یوه اعلامیه کې لیکلي چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د نېکمرغه کوچني اختر په ورځو کې د طالبانو له اوربند اعلان څخه خبر دی، خو زموږ او د افغان ولس ټینګار پر واقعي او دایمي اوربند دی.

د ملکي وګړو قتل او وژنه، د زیربناوو او عامه ځایونو ویجاړول نه یواځې د اختر، بلکې په نورو ورځو کې هم شرعي جواز نه لري. اوس چې بین المللي قواوې له افغانستان څخه وځي او معتبرې دیني مراجع او د اسلامي نړۍ علماپه افغانستان کې جګړه د دیني لارښوونو خلاف بولي، طالبان د افغانانو د وژلو د دوام لپاره هیڅ راز شرعي دلیل نه لري.

د طالبانو ډلې ته زموږ پیغام دا دی چې په روژې مبارکه میاشت کې پر خلکو او عامه تاسیساتو بریدونه په ځانګړي ډول په لوګر، هلمند، غزني، هرات، بغلان او د کابل دشت برچي فاجعه او وروستي بریدونه او د زابل خونړی برید ښیي چې سیاسي او استخباراتي موخوته د رسېدو لپاره د افغانانوپر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتول او د رعب او وحشت فضا د ایجاد لپاره هڅې یواځې د افغانانو د لازیاتې کرکې او نفرت لامل ګرځي.

img 20210511 153313

طالبانو باید په وروستیو څو اوونیو کې له خپلو عملیاتوهم زده کړي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې د جګړې په ډګر کې یې د بریا محاسبه، یواځې تېروتنه وه.د افغانانو په استازولۍ یو ځل بیا له طالبانو غواړو چې د دایمي اوربند لپاره د خلکو برحقه غوښتنې ته لبیک ووایي او د مذاکراتو مېز ته ور وګرځي، ترڅو زموږ خلک د عادلانه او تلپاتې سولې په فضا کې خپل اساسي حق ته چې ژوند کول دي، ورسېږي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس او د وسلوال پوځ اعلی سرقومندان افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دستور ورکوي چې د کوچني اختر په درناوي اوربند مراعت کړي او د تل په څېر د افغان ولس د امنیت د تامین هڅې وکړي او د دښمن د سرغړونې په صورت کې د خپلو وطنوالو له دفاع څخه درېغ ونه کړي

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button