کورني خبرونه

د طالبانو دفاع وزارت کې ۱۰۰زره خیالي بستونه؛ د زرغون بهیر دغه ادعا څومره رښتیا ده؟

زرغون بهیر د طالبانو تر کنټرول لاندې دفاع وزارت کې د ۱۰۰زره خیالي بستونو په اړه معلومات خپاره کړي دي

زرغون بهیر د ځینو لېستونو په خپرولو سره وايي، د طالبانو په دفاع وزارت کې ۱۰۰زره خیالي بستونه دي، خو طالبانو لا تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د تېر حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ د زرغون بهیر وايي د طالبانو دفاع وزارت د یولک ۷۰ زره ځواکونو څخه یې يوازي ۷۰ زره اصلي دي.

د طالبانو تصفیه

دا ادعا په داسې وخت کیږي، چې د طالبانو د دفاع وزیر په امر د ټولو طالب ځواکونو د بیا کرکتنې لپاره تصفیه پیل کړې ده.

د امرالله صالح په مشرۍ زرغون بهير نن دوشنبه د (وري ۲۷مه) په خپله اېکس پاڼه ليکي، چې د طالبانو د دفاع وزارت د ننه د سلګونو داخلي او پټو اسنادو ته یې لاس رسی پيدا کړی.

د دې حرکت استخباراتي برخې «رسا» د طالبانو د دفاع وزارت تشکيلات په شپږو مادو کې تشریح کړي دي.

نور ولولئ: حبیب الرحمان حکمتیار د طالبانو پر وړاندې؛ تاسو واړه خلک فکر کوئ چې ملت مو فتح کړی

نور ولولئ: له امریکا سره د طالبانو له نوي معاملې “ګلبدین حکمتیار” پرده پورته کړه

رسا زياتوي، چې د طالبانو د فاع وزارت څخه يې د ۵۰ زره کسانو د ګمارولو فورمې ترلاسه کړي، چې ۹۳ سلنه يې پښتانه او پاته يې دري ژبي دي.

taliban (3)
طالب وسله وال

د دې ادارې د معلوماتو له مخي، چې «طالبانو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر یولک ۷۰ زره ښودلی؛ خو په اصل کې يې شمېر ۷۰ زره دی.»

رسا ويلي، چې د طالبانو يو شمېر وسله والو ته د قومي او قبيلوي اړيکو پر بنسټ پر کورنو امتيازات ورکول کيږي.

د زرغون بهير «رسا» استخباراتي څانګې د خپل راپور په دوهمه ماده کې ليکي، چې د طالبانو دفاع وزارت د ځينو «مشرانو د خيال او ګټو» په پام کې نيولو سره «خيالي او حقيقي» ځواکونه نشي معلومولای.

د طالبانو په لیکو کې د تصفیې نکامېدل

په خبره، چې په تېرو دوو کلنو کې دې ادارې پنځه ځله د يوه خاص هيت په ټاکلو تصفيه ترسره کړې، چې د طالب مشرانو د ګټو په پام کې نيولو سره به نيمګړې پاته شول.

د زرغون بهير معلوماتي ادره رسا د خپل راپور په يوه بله برخه کې زياتوی، چې د ولایتونو د طالبانو دفاع وزارت اړوندو مرکزونو کې مسولين د خوراکي توکو د ترلاسه کولو لپاره د اصلي کسانو پر ځای خیالي کسان ليکي.

دغه بهیر وايي، چې «د طالبانو په روزنيزو مرکزونو کې تر ۵ سوه زيات کسان نه وي؛ خو دوی له ۱۵ زره څخه تر ۲۰ زرو د کسانو اعاشه اخلي.»

تر اوسه کره او هر اړخیزه څېړنه نشته چې د زرغون بهیر دغه ادعا په اثبات ورسوي، خو د رسا له لوري خپاره شوي لېستونه کېدای شي ځینو رسنیو ته د قناعت وړ وي.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button