سیمه ییز خبرونهکورني خبرونه

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت: انقره کې به سفارت خپلو کارونو ته دوام ورکوي

اړوند خبرونه: 

د افغان کډوالو په اړه له پاکستان او طالبانو د چین غوښتنه

طالبان وايي، افغانستان به د چین د یوه کمربند او سړک پروژې غړی شي

ترکیې په انقره کې د افغانستان اسلامي جمهوریت سفارت بند کړ

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د ترکیې په پلازمېنه کې به د افغانستان سفارت خپلو کارونو ته دوام ورکوي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي وايي چې د ترکیې په پلازمېنې انقرې کې د افغانستان سفارت د معمول په څېر خپل فعالیت ته دوام ورکوي.

نوموړي پنجشنبه د سلواغې پر ۱۸مه د ترکیې بهرنیو چارو وزارت ته په انقره کې د افغانستان سفارت له سپارلو وروسته په خپله اېکس‌پاڼه کې لیکلي چې طالب ډیپلوماتان به پوره روڼتیا کونسلي خدمات وړاندې کړي.

هغه زیاته کړې: «د هېوادونو په ډیپلوماتیکو استازولیو کې ډيپلوماتیک کادر کې ادلون بدلون عادي کړنه ده.»

دا په داسې حال کې ده چې نن په انقره کې افغان سفارت د ترکیې بهرنیو چارو وزارت وسپارل شو.

نوموړي سفارت په یو بیان کې ویلي چې دا بدلون د ترکیې پر حکومت د طالبانو د فشار په پایله کې رامنځته شوی دی.

د دې پرېکړې په دوام، د مخکېني حکومت سفیر او ځينو ډیپلوماتانو د خپل ماموریت د پای ته رسېدو خبره کړې ده.

تر اوسه طالبانو په انقرې کې د افغانستان سفارت لپاره په رسمي توګه سفیر ګومارلی نه دی؛ خو سرچینې وايي چې د دې ډلې ډيپلوماتان د سفارت په مهمو بستونو کې ځای پر ځای شوي دي.

د طالبانو د ادعا له مخې، دمګړۍ دا ډله په بېلابېلو هېوادونو کې د ۴۰ سیاسي استازولیو واګي په لاس کې لري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button