کورني خبرونه

د طالبانو د لوړو زدکړو وزير :د تېرو شلو کالو له فاردغینو زدکوونکو تمه نشي کېدی

 افغانستان افغانستان

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت چارو  سمبالونکی عبدالباقي حقاني يوې رسمي غونډې ته ويلي وو، له هغو زدکوونکو څخه چې په تېرو شلو  کلونو کې يې په افغانستان کې زدکړې کړې دی هېڅ تمه ځینی نشی کېدی.

په هغه غونډه کې چې داسې ښکاري د پوهنتونونود يو شمېر استادانو سره جوړه شوې وې، نوموړي ټينګار کړی دی  چې په افغانستان کې د زدهکړو بنسټونه بايد له سره بيا کېښودل شي او زدکوونکي بايد د ارزښتونو سره سم وروزل شي. ښاغلي حقاني دا هم ويلي وو چې ښوونکي  بايد پداسی طريقه   وروزل شي تر څو چې راتلونکی نسل موږ ته ګټه ورسوي.

articleimg 1

هغه مخکې ویلي وو چې طالبان یوځای  زده کړو (نجونو او هلکانو) ته اجازه نه ورکوي او اعلان یې وکړه چې د پوهنتونونو مضامین بیا د سره وکتل شی. دا له هغه وخته چې طالبانو واک ته رسیدلی  لږ تر لږه دویم ځل دی چې د طالبانو په رژیم کې د لوړو زدکړو وزارت چاریسمبالوی  وزیر څرګندونې غبرګونونه را  پارولي دي

.د رسنیو یوه کارکوونکي عبدالباقي حقاني ته په خطاب کې هغه ته د هغه هلمندي زدکوونکي لاسته راوړنه ور یاده کړې وی چې تېر کال یې د ریاضي په یوه نړۍ واله سیالۍ کې لومړی درجه مقام ګټلی  وو. د رسنۍ فیسبوک دې کاروونکي ویلي دا د تېرو شلونو کلونو ښوونځیو د لاسته راوړنو یوه مثال  دی..

دا هم ولولئ | عمران خان: نړیواله ټولنه له افغانستان سره کومک کوي

.وړاندې هم له پوهنتونو او دیني مدراسو د فارغانو پرتله کولو په اړه د مولوي عبد الباقي حقاني څرګندونو غبرګونونو پارولي وو. خو هغه مهال طالب چارواکو ویلي وو چې د هغه څرګندونې ناسمې تعبیر شوي دي..

اباسين

اباسين یو تفریحي خبریال دی چې د نړۍ وروستي خبرونو پوښلو سره مینه لري

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button