نړیوال خبرونه

د طالبانو د مشر اختريز پيغام ته د دولت دویاندغبرګون

د طالبانوامیر خپل اختریز پیغام تیره ورځ خپور کړی وو چې د بين الافغاني خبرو او اوربند په په کې څه نه وو ويل شوي. نوموړي په خپل پيغام کې پر امريکا غږ کړۍ وو چې د دوحه کې د دوی د تړون پر وړاندې خنډونه له منځه يوسي او د طالبانو سره شوي تړون کې ژمنې په کلکه پلي کړي.

د ملا هبت الله اخونزاده په پنځو ژبو (پښتو، دري، عربي، انګلیسي او اردو) نشر شوۍ دې پیغام کې د دې موضوع له یادولو پرته په زندانونو کې د بندیانو وضعیت بد بلل شوی او له خیریه بنسټونو او انساني حقونو ادارو غوښتل شوې چې ژر تر ژره د بندیانو د خوندیتوب او خلاصونه لپاره ګامونه واخلي.

‌په ورته وخت کې، کابل کې د پارلمان ځینو غړو له حکومته غوښتي چې پر امریکا فشار راوړي له افغان حکومت سره دوه اړخیز امنیتي تړون ته ژمنه پاتې شي.

افغان حکومت په افغانستان کې وروستي تاوتریخوالي ته په اشارې وايي، چې د طالبانو او امریکا د سولې تړون بې ګټې دی، خو طالبان بیا بیا افغان حکومت تورن کړی چې له امریکا سره یې د سولې تړون د پليتابه خنډ دی.

د ملا هیبت الله د دغه پيغام په غبرګون کې د ولسمشر ویاند صديق صديقي  صديقي په ټوېټر غبرګون ښوودلی دی. نوموړي په ټوېټر ليکلي دي، “عجيبه ده، هره ورځ ولسي وګړي په بمونو الوزوي او بيا د سولې تړون په اړه خبرې کوي.”

د طالبانو د مشر اختريز پيغام ته د دولت دویاندغبرګون


د يادونې ده چې کابل او ننګرهار کې د يو څو وروستيو بريدونو وروسته افغان حکومت او طالبانو جګړه سره تېزه کړې ده او هغه هيله چې ولس د کوچني اختر په شپو ورځو کې د اوربند درلوده، ښايي تر سره نه شي. دا هم باید یاده کړو چې که څه هم د سولې خبرې روانې دي باید ټول افغانان سره یو موټۍ او یو غږ شو تر څو په یو غږ سره ټول له طالبانو سره خبرې اترې وکړو او د ريښتينې سولې په طرف روان شو او په ځان بسیا افغانستان ولرو.تر څو موږ ټول هېوادوال په ارامه فضاء کې ژوند وکړو.  

امېل

کابل افغانستان: افغان ناو وېبپاڼه کې زه د افغانستان د سیاست نورومعلوماتو ، لوبو او د سيمې په سیاست لیکنې کوم دغې وېبپانې لپاره زه د افغانستان د تازه موضوع ګانو په اړه هم لیکنې کوم،زه د افغان ناو چې یو ښه وېبپاڼه ده لیکوال یم،

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button