تجارت خبرونه

د طالبانو راتګ؛ کندز کې موټر پلورونکي وايي، کاراوبار یې کم شوی

په کندز ولایت کې یو شمېر موټر پلورونکي وايي، له کله چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي دي، نو له امله یې د دوی کارونه په ټپه درېدلی دی.

یو تن موټر پلورونکی۴۰ کلن محمداکرم په دې تړاو ازادي راډیو ته وویل: “له کله چې نظام بدلون کړی دی، د موټر پلورونکو کار او بار خراب شوی دی. یو موټر چې پخوا په ۴ زره ډالره پلورل کېده، اوس یې څوک په ۳ زره ډالره نه اخلي. ځکه د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی او له امله یې ټول کار او بار سقوط کړي دي.”

نور یی ولوله | طالبان: نړیوالې ټولنې د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو لپاره د ۱۵کسانو نوم‌لړ راسپارلی

د دې ولایت ځینې موټر پلورونکي له خپل کاراوبار نه شکایت کوي او وايي، چې دوی لکونه ډالر د موټرو په واردولو لګولي، خو کارونه یې پټپه درېدلي دي او پېرېدونکي نه لري.

پنځه درېش کلن مطیع الله چې له لس کالو راهیسې د موټرو د پېر و پلور کاراو بار کوي وایی، چې پخوا هره اوونۍ یې یو موټر پلوره، خو اوس په میاشت کې هم یو موټر نه پلورل کېږي

د دوی په خبره، که د افغانستان اوسنې حاکم نظام د روان حالت بدولون په اړه هڅې ونه کړي او دغه راز له نړیوالو سره خپل تعاملات عادي نه کړي، نو ښايي په هېواد کې د بې روزګارۍ، بې وزلې او اقتصاي ستونزو لمن نور هم پراخه او لویه شي او له امله به یې زیات شمېر خلک له هېواد څخه ووځي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button