ځایی

د طالبانو رژیم: علماءکرام له اجازې پرته پر اختلافي مسائلو بحث نه شي کولی

د طالبانو رژیم په یوه اعلامیه کې ویلي، علماءکرام د هغو مسائلو چې اختلافي وي، منع دي

د طالبانو د ریاست الوزراء دفتر ویلي، داد رژیم مسئولیت دی تر څو د اختلافي مسائلو په اړه د بحث تصمیم ونیسي، خو هر عالم نه شي کولی چې دا ډول مسائل بحث کړي او د لا دېر اختلاف عامل وګرځي.

په دې وروستیو کې ځینې هغه علماء چې د طالبانو په رژیم پورې تړلي او سیاسي حرکت کې ورسره شامل دي، ځینې پاروونکي بحثونه یې په ټولنیزو رسنیو کې راوځي، خو دغه بحثونه بیا د دیني مدارسو د شیخ الحدیث او مخورو علماوو له لوري ردېږي او وايي، دا ډول مسائل په اسلامي شریعت کې کوم اساس نه لري.

له اختلافي او نفاقي مسائلو ډډه کول

د طالبانو رئیس‌الوزرا په هېواد کې له دیني علماوو غوښتي څو د هغو مسایلو او موضوعاتو په هکله له بحث چې د هېوادوالو ترمنځ د «نفاق» لامل کېږي، ډډه وکړي.

د طالبانو ریاست‌الوزرا جمعه د وږي پر ۳۰مه، په یوې اعلامیه کې د علماوو د تېرکال غونډې پرېکړه‌لیک ته په اشارې لیکلي چې علما باید په ټولنیزو رسنیو کې له اختلافي او «نقاقي» مسایلو په هکله له بحث کولو ډډه وکړي.

نور ولولئ: طالبانو په اوو ولایتونو کې د علماوو شوراګانې جوړې کړي

نور ولولئ: سراج حقاني د افغانستان واک د علماوو په لاس کې بولي

د طالبانو په اند، پر دې مسلو بحث کول په ټولنه کې د نفاق لامل کېږي.

په دې اعلامیه کې راغلي: «علما کرام  دې له هغو بحثونو او موضوعاتو چې اختلاقي بحثونو او مناظرو ته لار هواروي او همداراز د هېوادوالو د رواني نارامۍ او اندېښنې لامل کېږي… جداً ‌‌ډډه وکړي.»

پر دیني علماءکرامو بندیزونه

د اعلامیې له مخې، ځوانان بايد طالبانو پورې تړلو علماوو څخه اسلامي علوم زده کړي.

طالبانو په دې اعلامیه کې د مدرسو له مسوولانو غوښتي، هغه علما چې د دغې ډلې په وینا، اختلافاتو ته لمن وهي او خرافات ترویجوي خپلو غونډو او پروګرامو ته را ونه بلي.

د طالبانو د اعلامیې پر بنسټ، د «تصوف» مینه‌وال دې هم په ټولنیزو شبکو له نظر ورکولو ډډه وکړي ځکه دا ډول موضوعات مفصلو بحثونو ته اړتیا لري.

طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د هېوادوالو ترڅنګ د هېواد پر علماوو هم شدید بندیزونه لګولي دي.

څه موده مخکې طالبانو دیني عالمان د نجونو زده‌کړې په تړاو له خبرو کولو منع کړل.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button