Uncategorized

د طالبانو سرپرستي اعلان شوي کابینې ته ترکیې او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت غبرګون ښودلی

د وروستیو راپورنو له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو اعلان شوي کابینې ته رسمي غبرګون ښودلي او ویلي دي چې د طالبانو دا څرګندونې مونږ درک کوو چې دا یې موقته کابینه ده او واشنګټن به د طالبانو په اړه قضاوت د هغوی د ژمنو پر ځای د هغوی د اعمالو له مخې وکړي.

امریکا ویلي موږ یو ځل بیا طالبانو ته ور یادوو چې افغانان د یوه ټولشموله حکومت مستحق دي.په ورته مهال د ترکیه ولسمشر هم د طالبانو اعلان شوي کابیني ته غبرګون وښود ، اردوغان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د نوی کابینې د اعلان نه خبر شوي دی او په خبره یې طالبانو دا کابینه سرپرسته بللي ده ، هغه زیاته کړي دا معلومه نه ده چې کابینه به تر کوم وخت پورې سرپرسته وي خو دوی هر څه ته په ځير ګوري او تر ارزوني وروسته به یې په اړه څرګندوني کوي.

fb img 1631086500904

دا په داسې مهال ده چې تیره ورځ ناوخته طالبانو خپله سرپرسته کابینه اعلان کړه چې ددغې کابیني مشری یا صدراعظمي ملا حسن اخوند کوي.د طالبانو ویاند او د فرهنګی کمیسیون مشر ویلي چې دا کابینه موقته ده او یوازې د چارو د ژر مخ ته بېولو په موخه جوړه شوې ده.

د دیادولو وړده جې د ښاغلی مجاهد لخوا د طالبانو کابینه په لاندې ډول ده.


ملا محمد حسن اخوند رئیس الوزراء
ملا عبدالغني برادر – معاون رئیس الوزراء
ملا عبدالسلام حنفي – معاون رئیس الوزراء
مولوي محمد یعقوب مجاهد، دفاع وزیر
ملا سراج الدین حقاني – وزارت داخله
امیر خان متقي – بهرنیو چارو وزیر
ملا هدایت الله بدري – مالیه وزیر
شیخ مولوي نور الله منیر – پوهنې وزیر
ملا خیرالله خیرخوا – وزارت اطلاعات وفرهنګ
قاري دین محمد حنیف – اقتصاد وزارت
مولوي نور محمد ثاقب – حج او اوقاف
مولوي عبدالحکیم شرعي – عدلیه وزیر
نور الله نوري – سرحدات او قبائل وزارت
یونس اخوندزاده – انکشاف دیهات وزارت
شیخ محمد خالد – دعوت او ارشاد – امر بالمعروف ونهی عن المنکر

همداراز ملا عبدالمنان عمري – فواید عامه وزیر
ملا محمد عیس اخوند – معادن و پطرولیم
ملا عبداللطیف منصور – اب برق وزارت
حمید الله اخوندزاده – هوانوردي وزارت
عبدالباقي حقاني – تحصیلات عالي وزارت
نجیب الله حقاني – وزارت مخابرات
خلیل الرحمن حقاني – وزارت مهاجرین
عبدالحق وثیق – رئاست عمومي استخبارات
حاجي محمد ادرس – افغانستان بانک
مولوي احمد جان احمدي – اداره امور
ملا محمد فاضل اخوند – معین وزارت دفاع
فصیح الدین – لوی درستیز
شیرمحمد عباس ستانکزی ـ معین وزارت خارجه
مولوي نور جلال – معین وزارت داخله
ذبیح الله مجاهد – معین اطلاعات وکلتور
ملا تاج میر جواد – معین اول استخبارات
ملا رحمت الله نجیب – معین اداري استخبارات
ملا عبدالحق – معین وزارت داخله در بخش مبارزه با مواد مخدر

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button