افغانستان

د طالبانو لخوا پر ښځو د طبي زده کړو بندیز ته د بریتانیا د سفارت غبرګون

طالبانو د ښځو پر مخ د طبي زده کړو بندیز ته په کابل کې د بریتانا سفارت غبرګون ښوولی دی

د طالبانو امیر ملا هیبت الله د یوه فرمان له مخې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طبي زده کړو دروازو ته هم کلپونه واچول او دغه زده کړو یې هم منع کړې.

د افغانستان لپاره د بریتانی د سفارت شارژدافیر د نجونو او ښځوه د طبي روزنیزو مرکزونو د تړلو له امله د طالبانو پر وروستي اقدام اندېښنه څرګنده کړه. رابرټ ډیکسن د طالبانو دا اقدام د ښځو د تعلیم له حق یوه بله سرغړونه ګڼلې، چې روغتیايي خدمتونو ته د ښځو لاسرسی محدودوي.

د طالبانو دغه اقدام ته د بریتانیا غبرګون

د طالبانو لپاره د بريتانيا د سفارت شارژدافير په اېکس پاڼه کې د طالبانو د مشر ملا هبت اللله د نوي فرمان په غبرګون کې ليکلي: “زه د نویو راپورونو په اړه ژوره اندیښمن یم چې طالبان په افغانستان کې د ښځو د طبي زدکړو مخه نیسي. دا د ښځو د تعلیم پر حق یو بل تیری دی او د افغان میرمنو او ماشومانو لپاره به روغتیایی خدمات نور هم محدود کړي.”

د طالبانو مشر ملا هبت الله په یوه نوي فرمان کې د نجونو د لوړو او نیمه لوړو زدکړو ټولې موسسې بندې کړې .

نور ولولئ: ګورډن براون: د طالبانو له خوا د افغان ښځو او نجونو ځورول د بشریت ضد جنایت دی

نور ولولئ: امریکايي سفیرې د طالبانو پر وړاندې د نړۍ هېوادونه یو والي ته راوبلل

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ د روغتیايي بنسټونو مسوولینو ته خبرداری ورکړ، چې نور په دغو مرکزونو کې نجونې د زدکړو اجازه نه لري.

afghan 2024 12 03t155635.190

په تیرو درېو کلونو کې د نجونو لپاره د پوهنتونونو او ښوونځیو له تړلو سره سره، دوی په روغتیایي موسسو کې زدکړو ته دوام ورکړ او د قابله ګۍ، درملو جوړولو، لابراتوار، ایکس ري، فزیوتراپي، نرسنګ او د غاښونو په برخو کې روزل کېدې.

په افغانستان کې د نسايي‌ولادي او نرسانو کمښت

اوس د روغتيايي زدکړو د موسسو په تړل کېدو سره به په افغانستان کې د نسايي ولادي او نرسانو د کمښت بحران لاپسې زيات شي.

طالبانو واک ته له راتګ وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل او بیا یې په پوهنتونونو کې پر زدکړو بندیز ولګاوه.

دا محدودیتونه په تدریجي ډول پراخ شول او په دولتي او غیر دولتي ادارو کې د ښځو د کار منع کول هم پکې شامل دي.

سربېره پردې، میرمنې پارکونو ته له تللو، حمامونو، د ښکلا سالونونو او له محرم پرته سفر کولو منع شوې دي.

په ښځو باندې د طالبانو محدودیتونو په نړیواله کچه پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر او یو شمېر هېوادونو دغه کړنې له بشري حقونو ښکاره سرغړونه، د بشریت ضد جنایت او د جنسیتي تبعیض یوه بېلګه بللې ده.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button