د طالبانو مالیې وزارت: “کارکوونکو ته د تنخا نه ورکړې رپوټونه پروپاګنډا ده”
د طالبانو مالیې وزارت وايي، کارکوونکو ته به منظې تنخاګانې ورکول کېږي او ځنډ به په کې نه راځي
د طالبانو ماليې وزارت هغه رپوټونه رد کړل، چې دغه وزارت د بوديجې د کسر له امله د دې ډلې د حکومت کارکوونکو ته د راتلونکو دریو میاشتو تنخا نشي ور کولی. څو ورځې مخکې ځینې رسنيو لیکلي و، چې طالب کارمنانو ته د تېرې ليندۍ معاش ځنډېدلی او ښايي د جدي، دلوې او حوت هم پر وخت ور نه کړل شي.
خو د طالبانو د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل د دې رپوټونو ردولو سره واي، چې د دوی ټول عادي او پراختيایي لګښتونه له پلان سره سم اجرا کيږي.
متقعدینو ته به تقاعد هم اجرا شي
ښاغلي حقمل د جمعې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې دوی خپلو کارمنانو ته پر میاشتنۍ تنخا ور کولو سربېره اوس د تېرو دريو کلونو د تقاعد د حقونو د اجرا کولو د سیسټم په تنظیم بوخت دي.
هغه لیکلي: « د مالیې وزارت اوس مهال د تېرو دریو کالو د تقاعد د حقوقو د اجراء په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د ورکول سوي فرمان د تطبیق له کبله د مالي سیسټمونو په تنظیمولو بوخت دی، چې یادو مالي موضوعاتو ته په ښه ډول رسېدنه وسي.»
نور ولولئ:
نور ولولئ؛
نوموړي ویلي، چې يو شمېر رسنۍ له بهر د اصولو خلاف نشرات کوي او د تنخا ځنډېدو اړوند یې ناسم مالومات خپاره کړي.
د لیندۍ میاشتې معاشونه ځنډېدل
تر دې مخکې يو شمېر رسنيو د طالب چارواکو له قوله خبر نشر کړی، چې د طالبانو ماليې وزارت د بوديجې د کسر له وجې نشي کولی د مامورينو تنخا پر وخت اجرا کړي.
رسنيو لیکلي، چې د نامعلومه دلايلو له مخي په کابل او ولايتونو کې د ټولو دولتي مامورینو د تېرې ليندۍ مياشتې معاشونه ځنډېدلي او ښايي د جدي، دلوې او حوت معاشونه هم پر وخت ور نه کړل شي.
خو له دې سره سره، طالبان وايي چې مالیې وزارت او افغانستان بانک د بودجې کسر نه لري، بلکې ټول مالي چارې به پر خپل وخت او زمان سره ترسره کېږي.
د یادونې وړ ده چې ځینې ساختماني او پرمختیايي شرکتونو مالکان هم پر وخت د پیسو نه ورکړې سر ټکوي او وايي چې مالي امکانات ورته په وخت نه ورکول کېږي.
دوی زیاتوي چې شرکتونه یې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.