Uncategorized

د طالبانو نوی اعلان

دطالبانو نوی اعلان.وسله والو طالبانو د خپلې يو سمينار او غونډې انځورونه خپاره کړي دي او ددې غونډې په اړه یې مالومات هم وړاندې کړي.د طالبانو سره نېږدې يوې سرچينې ددې مالوماتو د خپرولو په مورد وويل چې طالبان پلان لري د ټول هېواد وګړو ته قضايي خدمات وړاندې کړي.

او د مملکت خلک وهڅوي ترڅو خپلې قضيې په دوی باندې حل کړي.د طالبانو مرستيال مشر سراج الدين حقاني هم په دې غونډه کې ګډون کړی و او د خپلو تعين شويو قاضيانو څخه یې وغوښتل چې د خلکو سره ښه سلوک وکړي.سیاسي تجزیه نګاران وايي چې طالبان د موجودې قضايي خلا څخه په پوره هوښيارۍ استفاده کوي، دوی په دې باندې پوهېږي چې خلک اوس د حکومت په قضايي سيستم باور نکوي او په یوه تشه کې واقع شوي دي.

زیات شمېر خلک چې کله د خپل یوه شکایت، يوې قضيې او يوې معاملې په تړاو حکومتي بنسټ ته مراجعه وکړي نو نه یوازې چې کار یې حل نشي بلکې نور هم په بلا ککړ شي، وخت يې ضايع شي او له نورو ګڼو ستونزو او مجبوریتونو سره مخ شي.سیاسي شننونکي وايي چې د طالبانو عدلي سيستم که څه هم پوره اسلامي او انساني نه دی خو دا چې پرېکړه پکې زر ترسره کېږي

images 5 2021 03 12t132236.066
طالبان

د سیاسي پوهانو په باور د حکومت د خدماتي عدلي او نورو بنسټونو ضعف به ډېر په ګرانه تمام شي او پکار ده چې د حکومت مشران په دې اړوند يو عاجل اقدام وکړي .تر څو د خلکو باور پر دوي زیات شي.او نظام برابر شي.

دا هم ولولئ:  د متحده عربی اماراتو ملي ورځ

که موږ اوګورو همدا مهال د کابل په ځينې ولسواليو کې هم خلک خپلې مسلې طالبانو ته راجع کوي، که ددې مخه ونه نیول او حکومت خپل بنسټونه له فساده پاک نکړي نو لرې نده چې ان د ښارونو خلک به ځي او خپلې مسلې به د طالبانو سره شریکوي.

رحیم سادات

رحیم سادات یو د کلتور او سپورټس کالم‌نویس دی چې د افغان میراث، دودیزو هنرونو او ملي ورزشي پیښو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د افغانستان د کلتوري ویاړ، ورزشي لاسته‌راوړنو او ملي یووالي څرګندونه کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button