نړیوال خبرونه

د طالبانو واکمنۍ شپږ میاشتې؛ د ژغورنې کمېټې پر امریکا او اروپا غږ کړی چې د افغانستان اقتصادي کړکېچ ژر تر ژره حل کړي

د ژغورنې نړیوالې کمیټې (ای سي ارسي) له امريکا او اروپایي ټولنې غوښتي چې سملاسي د افغانانو اقتصادې ستونزو ته حل لارې ومومي تر هغه چې افغانان وکولی شی خپلو بنستیزو اړتیاوو ته لاس رسی پیدا کړي. شپږ میاشتې وروسته له دې چې طالبانو د افغانستان بشپړې واګې په لاس کې اخیستي، د ژغورنې نړیواله کمېټه خبرداری ورکوي چې، کېدای شي اوسنۍ لوږه، دومره افغانان ووژني چې د تېرو شلو کلونو په جګړو کې هم لا نه وي مړه شوي.

د ژغورنې نړیواله کمېټه وايي، د دې کال تېر نیمايي وروسته ښايي ۹۷ سلنه افغانان له بېوزلۍ سره مخ شي، نو ځکه دغه بنسټ د امریکا د متحده ایالتونو او د اروپا پر مشرانو غږ کوي چې پر خپلو تګلارو دې ژر تر ژره له سره غور وکړي. آی آر سي وايي چې د اوسني اقتصادي کړکېچ غمه باید وخوړل شي ځکه میلیونونو عادي افغانانو ته د ساړه ژمي مخ په خرابېدونکي وضعیت کې بله هېڅ چاره نه ده پاتې.  د افغانستان زیرمې کنګل شوې دي او تر اوسه پورې یوه هېواد هم د طالبانو حکو مت په رسمیت نه دی پېژندلی

طالبانو د سې شنبې (د سپټمبر ۷ مه) د ملا محمد احسن اخوند په مشرۍ خپله چارسمبالې کابينه اعلان کړه. د طالبانو د کابينې په وزيرانو کې د کورنيو چارو وزیر سراج الدين حقاني هم شامل دی چې امریکا يې پر سر له ۵ تر ۱۰ ميليون ډالرو جايزه ايښې وه. ډېری هېوادونه له طالبانو غواړي چې یو ټول شموله حکومت جوړ کړي او په افغانستان کې بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته پام وکړي..

نور یی ولوله | آیا د نیوټن پر سر د مڼې راولوېدو او د جاذبې قوې د کشف کېسه رښتیا ده؟

يو شمېر نورو نړیوالو خیریه موسسو او ملګرو ملتونو هم د افغانانو پر اوسني وضعیت ژوره اندېښنه څرګنده کړې. پرون د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې (سېو د چلډرېن) وویل چې په افغانستان کې یو پر پنځمه برخه کورنۍ په تېرو شپږو میاشتو کې د عاید د کمېدو له امله اړ شوي چې خپل ماشومان کار ته ولېږي. دغې ادارې زیاته کړې په تېرو شپږو میاشتو کې یو پر درېیمه کورنیو خپل ټول عاید له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان لپاره د ژغورنۍ د نړیوالې کمېټې مشرې فېکي اکېن وايي، په افغانستان کې میندې او ماشومان یې په واوره کې کېني او خیرات غواړي. میندې او پلرونه اړ شوي خپلې لوڼې وختي واده کړي چې کورنۍ ته یې نغدې پیسې لاسته ورشي. آغلې اکېن زیاتوي، افغانستان د یوې فاجعې پر لور روان دی چې د کړکېچ او طبیعي آفاتو ډېر یې لامل د نړیوالې ټولنې تګلارې دي. د ژغورنې نړیواله کمېټه زیاتوي ۲۳ میلیون افغانانو ته چې د نفوس تر نیمايي ډېرېږي، د خوراکي توکو ور رسېدو تضمین نشته. یو میلیون ماشومان د خوارځواکۍ له جدي خطر سره مخ دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button