نړیوال خبرونه

د طالبانو پر استخباراتو د بښنې نړیوال سازمان غږ؛ احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان خوشي کړئ

د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو په کلکه غوښتنه کړې چې احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان له زندانه خوشي کړي

احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان چې په هېواد کې یې د نجونو زده کړو په خاطر مبارزه کوله، د طالبانو د استخباراتو له لوري په کابل کې ونیول شول او بیا زندان ته انتقال کړل شول.

د بښنې نړۍوال سازمان د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثیق ته په یوه پرانیستي لیک کې د زده‌کړو د دوو فعالینو احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

دوی د پوهنې له موسسې سره کار کاوه

په دغه لیک کې راغلي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۱۷مه دغه دوه فعالان چې د فکر بهتر د پوهنې له موسسې سره کار کوي، د طالبانو د استخباراتو له‌خوا د کابل په کارته چهار سیمه کې په خپل دفتر کې ونیول شول.

gfwmcrfxqaeq5u8

په دغه لیک کې راغلي، چې له ۷۲ ورځو تر پوښتنو ګروېږنو وروسته د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۲۷مه دوی محاکمه شول او وروسته د څرخي پله زندان ته واستول شول.

نور ولولئ: د یوناما مشره د ښځو پر وړاندې د طالبانو تګلارې غندي

نور ولولئ: د پخواني ښځو چارو وزارت کارمنانې: “د وزارت له تړل کېدو وروسته هېڅ ځای نشته چې د ښځو غږ واوري”

نور ولولئ: د ښځو پر وړاندې د طالبانو ځپونکي تګلارې؛ افغانستان په ۱۷۷ هېوادونو کې د ښځو لپاره بد هېواد دی

دغه سازمان وایي، د احمد فهیم عظیمي او صدیق الله افغان خپل سرې نیونه د بشري حقونو د نړۍوالو قوانینو خلاف کړنه ده، دوی باید سمدستي او بې له کوم قیدو شرطه خوشې شي.

د دغه سازمان په وینا، طالبانو دغه دوه فعالین له افغانستانه د افغان روباټیک نجونو سره په همکارۍ، د معترضو مېرمنو په ملاتړ او د طالبانو پر ضد د مېرمنو د لاریونونو پر جوړونې تورن کړي دي.

افغانستان کې د افغان نجونو د روباټیک ټیم همکاران نیول شوي

کوم تورونه چې طالبان پورې کوي، نیول شوي فعالین یې نه مني

دغه سازمان وایي، چې دغو دواړو فعالینو او د دوی کورنیو دغه تورونه رد کړي دي.

دغه سازمان د دغو دواړو فعالینو د خوشې کېدو ترڅنګ له طالبانو غوښتي، چې پرته له قید و شرطه دې نجونو ته هم د زده کړو اجازه ورکړي.

طالبانو مطیع الله ویسا له زندان خوشی کړ، خو ولې ۲۱۵ ورځې زنداني شو؟

دغه سازمان زیاته کړې، چې طالبان باید د بشري حقونو د فعالینو خپل سرې نیونه او د دوی ربړونه نوره ودروي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو له دې وړاندې په هېواد کې د زده کړو عامه‌ولو خدمتګار عطاءالله ویسا هم نیولی و چې د څو میاشتو زندان وروسته یې د جرم نه معلومېدو په صورت کې بېرته خوشی کړ. د عطاءالله ویسا په نیول کېدو ګڼو افغانانو غبرګونونه ښودلي و.

Zoar

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button