نړیوال خبرونه

د طالبانو پلاوی مسکو غونډې د ګډون په موخه روسيې ته روان شو

د طالبانو پلاوی د مسکو غونډې ګډون په موخه روسيې ته روان شو.د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو لس کسیز پلاوی مسکو ته روان شوی دی.طالب پلاوی نه پرته دغه غونډې ته د حزب اسلامي امیر حکمتیار هم نن سهار روان شو.

دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر یوې سرچینې رسنیو ته ویلي، چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ لس کسیز طالب پلاوی نن د چهارشنبې په ورځ مسکو ته روان شوی او ټاکل شوې ده چې هلته د افغان سولې په اړه ترسره کېدونکې ناسته کې ګډون وکړي.ویل کیږي چې د طالبانو مشري دغه سفر کې هم ملا برادر کوي.دوی چې د دې نه وړامدې ېې دريځ نه وو معلوم چې ایا دوی به روسیې ته لاړ شي او که نه.

د راپورونو د معلوماتو له مخې د طالب پلاوي په تشکیل کې د طالبانو سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر، د طالبانو د مذاکراتي ټیم مشر شيخ عبدالحکيم، ملاعبدالسلام حنفي، مولوي شهاب الدین دلاور، ملا محمدفاضل اخند، ملا خيرالله خيرخواه، سهيل شاهين، انس حقاني، شیرمحمدعباس ستانکزی او  د طالبانو د سیاسي د فتر ویاند ډاکتر محمد نعيم شامل دي.

img 20210317 101424

دا په داسې وخت کې ده چې ټاکل شوې ده نن د چهارشنبې په ورځ د ملي پخلاینې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله په مشرۍ لو یو لوړ پوړی دولتي پلاوی هم په دغه ناسته کې د ګډون لپاره مسکو ته روان شي.دې غونډه ته د حکمتیار تر څنګ نورو چارواکو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې.

د یادولو وړ ده چې دغه ناستې ته ډېر تیاری نیول شوی.او ښای د سیمې نور مملکتونو استازي هم پکې ګډون وکړي. او د دې تر څنګ مسکو کې د نورو هېوادونو سفیران هم پکې ګډون وکړي.ویل کیږي چې دا غونډه به د سولې خبرو لپاره ډېر مهمه وي.او ښای پای کې د افغان سولې په اړه یوه اعلامیه هم خپره کړي.

عالم زيب

دعالم زیب د افغانستان یو مشهور سوداګر او عامه شخصیت دی. هغه د نړیوالو سیاسي چارو په اړه د خپلو نظریاتو، د هغه د خیریه فعالیتونو، او د سولې د ودې لپاره د هغه د هڅو لپاره مشهور دی.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button