سیمه‌ییز

د طالبانو په زندانونو کې د پخوانيو پوځیانو د ربړونې دوام

له پخوانیو افغان پوځيانو ملاتړ کمېټه وايي چې د طالبانو په زندانونو کې پخواني پوځیان ربړول کېږي

د افغانستان له پخوانیو پوځیانو د ملاتړ کمیټې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، د نومبر په ۱۸مه د ۵۰۰۰ پوځیانو له ادرسه د امریکا کانګرس ته د دغو پوځیانو وضعیت ته د پاملرنې په موخه لیک استول شوی و، چې کانګرس د دغو پوځیانو د نیونې او وژنې د درولو په برخه کې جدي ګام واخلي.

دغې کمیټې لیکلي:« د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټې له ناستې هرکلی او مننه کوو؛ خو یوازې دغه ناستې بسنه نه کوي، ځکه د افغانستان پخواني پوځیان لا ډېرې پاملرنې ته اړتیا لري.»

له عمومي عفوې سره، سره دا چاره دوام لري

په دغې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د مشر د عمومي عفوې سره، سره په پراخه کچه د دغو پوځیانو نیونه، ربړونه او وژنه روانه ده.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې له دغو پوځیانو یوشمېر یې په ګاونډیو هېوادونو کې په ځانګړې توګه په ایران او پاکستان کې د بد اقتصادي وضعیت، ناروښانه راتلونکې او د نیول کېدو له ګواښ سره مخامخ دي.

نور ولولئ: یو امریکايي افسر: افغانستان کې د پخوانيو پوځیانو ژوند له ګواښ سره مخامخ دی

نور ولولئ: طالبان افغانستان کې ښځې له کار او زده کړو منع کوي، خو بهر کې له نیم لوڅو سره انځورونه اخلي

نور ولولئ: ملګري ملتونه وايي، طالبان له تاوتریخوالي سره مخ ښځې د ژغورلو په خاطر زندان ته لېږي

دغه کمیټه د پخوانیو پوځیانو او په ځانګړې توګه د ښځینه پوځیانو لپاره له نړۍوالې ټولنې او د افغانستان له خلکو غوښتي، چې د دغو پوځیانو د نیونې، ربړونې او وژنې په برخه کې دې پر طالبانو نړۍوال فشارونه راوړل شي؛ چې په دې برخه کې جدي اقدام وکړي.

afghan soldiers1
د ملي اردو پخواني سرتېري

په وحشتناکه زندانونو کې د پخوانیو پوځیانو ساتل

دغه کمیټه په دې باور ده، چې اوس هم د پخواني حکومت زرګونه پوځیان د طالبانو په پټو او وحشتناکه زندانونو کې بندیان دي او هلته ربړول کېږي.

دوی له ملګرو ملتونو، د سره صلیب له نړۍوالې کمیټې، د بشري حقونو له بنسټونو او نړۍوالې ټولنې غواړي، چې د طالبانو زندانونه په ځانګړې توګه د دغې ډلې د استخباراتو تر کنټرول لاندې زندانونه وڅاري او د دغو پوځیانو د خلاصون په برخه کې بېړنی ګام واخلي.

دوی له امریکا او نړۍوالې ټولنې غواړي، چې د طالبانو د حکومت پر ځای د یوه ډیموکراټیک مشروع حکومت د رامنځته کولو په برخه کې د افغانستان د خلکو ترڅنګ ودرېږي.

د یادونې وړ ده چې د طالبانو له لوري د پخوانیو افغان پوځیانو د وژلو او شکنجه کولو ګڼ راپورونه ورکړل شوي دي.

بل لورته تېره ورځ داسې راپورونه هم خپاره شول چې طالبانو د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ پخوانی ولسوال او قومي مشر هم نیولی او زنداني کړی دی.

افغان سالار

افغان سالار افغان سالار د لومړي لاس او کره معلومات تر تاسو درسوي. افغان سالار به تاسو ته د سیاست، ادب او کلتور، اقتصاد، روغتیا، سپورټ او نور په زړه پورې مطالب برابر او تر نورو به یې چټک درته وړاندې کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button