ځاییکورني خبرونه

د طالبانو ۲۵۰۰ کسان په تیري، قتل، اختطاف، غلا او نورو جرمونو کې ښکېل او بندیان دي

د طالبانو اداره نه غواړي چې د خپلو هغو غړو چې په یادو جرمونو کې ښکېل دي، رسنیز شي

اکثره داسې شواهد هم موجود دي چې طالب چارواکي کله په زنا او نورو جرمونو کې نیول شوي، یوازې له دندو ګوښه شوي، نور ورباندې هېڅ ډول شرعي قوانین نه دي تطبیق شوي، خو کله که عادي ځوان لږ هم غلطي کړې، طالبانو د دوی ویډیوګانې خپرې کړي او بې د محکمې له پرېکړې یې د هغوی شخصي حریم او عفت تر سوال لاندې راوستی دی.

د افغانستان انټرنشنل سرچینې وايي چې د طالبانو ۲۵۰۰ غړي د بېلابېلو جرمونو په تور د دغې ډلې په بند کې دي.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه کسان چې په تېرو دوو کلونو کې نيول شوي، د “زنا او لواط”، جنسي تېري، قتل او په داعش کې د غړيتوب په څېر بېلابېل تورونه پرې لګیدلي.

طالبان اختطاف هم کوي

ویل شوي، چې یو شمېر بندیان د پیسو په بدل کې د سړي تښتونې په تور نیول شوي دي.

په تېرو دوو کلونو کې طالبانو د تښتوونکو له خوا د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په اړه ډېر راپورونه خپاره کړي دي. د خلکو تر منځ داسې انګیرنې وې چې تښتوونکي د طالبانو غړي وو. همدارنګه افغانستان انټرنشنل هم داسې راپورونه ترلاسه کړي چې طالبان په بېلابېلو جرمونو لکه غلا، قتل او جنسي تېريو کې لاس لري.

نور ولولئ:ملګری ملتونو شل سلنه کډوالې ښځې د جنسي زياتي ښکار کيږي

نور ولولئ: د جنسي اړیکو رسوا کېدونکې طالبان یوازې له دندو ګوښه کېږي

طالبانو تل له دغې ډلې سره د جنایتکارانو د تړاو په اړه راپورونه رد کړي دي. خو وروستۍ موندنې ښیي چې د طالبانو جنایتونه د دې ډلې حکومتي ادارو ته څرګند شوي، خو دوی د خپل انځور بد وړاندې کېدو په پار نه غواړي دا هر څه ټولنې ته څرګند شي.

ځینې طالبان د داعش له لیکو سره یو ځای شوي

د افغانستان انټرنشنل سرچینې وايي، په بندیانو کې هغه کسان چې د داعش په غړیتوب تورن دي، د طالبانو په استخباراتي زندانونو کې او پاتې نور یې د څرخي پله په زندان کې ساتل کېږي.

د طالبانو حکومت ولسي خلکو ته د (زنا، لواط، نامحرمو اړیکو او داسې نورو) په تور سزا ورکوي خو تر اوسه پورې یې خپلو کسانو ته د دا ډول تورونو په اړه د سزا کوم راپور نه دی خپور شوی.

څه موده وړاندې د افغانستان د برښنا شرکت رییس او ځینې نور طالب چارواکي هم په لواط نیول شوي وو.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button