نړیوال خبرونه

د طالب پلاوي او ناروې چارواکو ترمنځ غونډه؛ ‘له طالبانو به ښکاره غوښتنې وشوه’

ټاکل شوې وه چې د سې شنبې پر ورځ د ناروې پلازمېنه اوسلو کې د افغان طالبانو پلاوي او د کوربه هېواد چارواکو ترمنځ مخامخ ناسته وشي. ویل کېده چې د ناروې لومړۍ وزیره انیکېن هویټ فېلډ به هم دې خبرو کې ګډون کوي، خو تر اوسه په دې اړه رسماً څه نه دي ویل شوي. د ناروې د کورنیو چارو وزیر هېنرک تون رسنیو ته ویلي، له طالبانو به ښکاره غوښتنې کوي او بیا به یې څاري، او ګوري به چې ایا دا غوښتنې پوره کېږي او که نه.

د (اېن ټي بي) خبري شبکه وایي، په دې غوښتنو کې ښایي یوه دا وي چې په افغانستان کې له خلکو سره دې مخامخ بشري مرستو ته زمینه برابره شي. همدا راز د بشري حقونو، د لږکیو د حقونو، د ښځو د کار او د نجونو د زدکړو ازادۍ او د ښځو د ازاد تګ راتګ او حرکت په برخو کې هم ښایي طالبانو ته شرطونه کېښودل شي. یاده دې وي چې د طالبانو یو پلاوی د دې ډلې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي په مشرۍ له تېرې یکشنبې ورځې له افغانانو او بهرنیو استازو سره په خبرو بوخت دی.

نور یی ولوله | افغانستان له پاکستان او هند نه مخکې شو

بل لور د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، ښاغلي متقي په اوسلو کې د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي توماس نکلسن او د اسیا – پسفیک او سویلي اسیا لپاره د فرانسې له استازو برترنډ لوتهوري او ډیمین سیډ سره لیدلي دي. ښاغلی بلخي وايي چې د طالبانو د بهرنيو چارو چارسمبالي وزير ملا امير خان متقي د ناروې پلازمېنه اوسلو کې د افغانستان او پاکستان لپاره د بريتانيا له ځانګړي استازي نايجل کيسي سره کتلي دي.

نوموړي د دغې ناستې يو انځور پرې ټوېټر خپور کړی او وايي د بريتانيا استازي له افغانستان سره بشري مرستې ته چمتوالی ښودلی او وايي بريتانيا اوسمهال له نړيوال بانک سره په خبرو بوخته ده چې ترڅو وکولی شي په روغتيا، تعلیم او د معاشونو برخه کې همکاري وکړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button