نړیوال خبرونه

افغانستان له پاکستان او هند نه مخکې شو

افغانستان کرکټ لوبډلې هالېنډ ته په درېیو یوه ورځنیو لوبو کې ۳-۰ ماتې ورکړه او په دې سره د کرکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ سیالیو په نوملړ کې له پاکستان او هند نه مخکې شو.

د کرکټ نړیوالې شورا سوپر لیګ سیالیو کې هرې لوبډلې ته اته لوبلړۍ یا ۲۴ یوه ورځنۍ لوبې ورکړل شوې، چې افغان لوبډلې تر دا مهاله دوه لوبلړۍ یا ۶ لوبې کړي او د ۶۰ نمرو سره په نوملړ کې پنځم مقام لري.

نور یی ولوله | عمران خان ویلي نړیواله ټولنه باید د خپل نړیوال مسوولیت له مخې له افغانانو سره کمک وکړي

په نوملړ کې انګلستان ۱۵ لوبې کړي او په ۹۵ نمرو اول، بنګله دېش ۱۲ لوبې کړي او په ۸۰ نمرو دویم، ایرلېنډ ۱۸ لوبې کړي او په ۶۸ نمرو دریم، سریلانکا ۱۸ لوبې کړي او په ۶۲ نمرو څلورم او افغانستان ۶ لوبې کړي او په ۶۰ نمرو پنځم مقام لري.

دغه راز اسټرالیا ۶ لوبې کړي او په ۶۰ نمرو شپږم، ویسټ انډیز ۱۲ لوبې کړي او په ۵۰ نمرو اووم، هند ۹ لوبې کړي او په ۴۸ نمرو اتم، پاکستان ۹ لوبې کړي او په ۴۰ نمرو نهم، سویلي افریقا ۱۰ لوبې کړي او په ۳۰ نمرو لسم، زمبابوې ۱۲ لوبې کړي او په ۳۵ نمرو یوولسم او نیوزیلېنډ ۳ لوبې کړي او په ۳۰ نمرو دولسم مقام لري.

د ویلو ده چې افغان لوبډله له بنګله دېش، سریلانکا، اسټرالیا، پاکستان، هند او زمبابوې سره لوبلړۍ لري، چې راتلونکې لوبې یې د فبرورۍ په وروستۍ اوونۍ کې له بنګله دېش سره دي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button