د تورخم دروازه د تګ راتګ لپاره بنده شوه

پاکستان حکومت د تورخم لار د هر ډول تګ راتګ لپاره نن تړلې ده، چې هېڅوک نه شي کولاى په دغه لاره تګ راتګ وکړي
تېره ورځ د پاکستان حکومت اعلان کړى و، چې له افغانستان سره خپلې ټولې د تګ راتګ لارې د کورونا ويروس د مخنيوي په موخه تړي او په دې لړ کې يې د يادو لارو مسوولينو ته هم امر کړى و، چې د مارچ په ١٦مه نېټه دې ټولې لارې وتړي.
که څه هم تر دې مخکې د پاکستان حکومت د چمن لاره هم د مسافرو پر مخ تړلې وه او ويلي يې و، چې دغه لاره به د يوې اونۍ لپاره تړلې وي، خو ياده لاره لا هم تړلې ده او اوس د تورخم لاره هم وتړل شوه.
په دغه لارو باندې اوس هر ډول مسافر او بار وړونکي موټرونه نه شي تللى.
په کابل کې بيا د پاکستان سفارت څو ورځې مخکې د وېزو په ورکړه هم بندېز لګولى دى، که څه هم دوى کوم دليل نه دى ښکاره کړى، خو ځينو پاکستاني رسنيو ويلي و، چې د پاکستان په سفارت کې يو کس په کورونا ويروس اخته شوى دى، نو له دې امله د وېزو ورکړه بنده شوې ده.
لا هم د پاکستان حکومت په دې اړه په واضحه ډول څه نه دي ويلي، چې له افغانستان سره د تګ راتګ لارې به يې تر کومې نېټې پورې بندې وي.
په افغانستان کې تر دې مهاله پورې د کورونا ويروس ١١ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې له کابل پرته په ولايتونو کې دغه پېښې ښکاره شوې دي.
همدا راز په پاکستان کې بيا د کورونا ويروس پېښو شمېر تر ٥٠ پورته شوى دى او تر ټولو زيات کسان د دغه هېواد په کراچۍ ښار کې په کورونا ويروس اخته دي.