Uncategorized

د عامې روغتیا سرپرست وزير وحيد مجروح په خپل وال داسې ليکلي

نن ورځ د عامې روغتیا وزارت د مشر په توګه زما کاري دوره په رسمي ډول پای ته ورسېده او له خپلو همکارانو سره مې یوې نړۍ ښه خاطراتو وروسته مخه ښه وکړه.

که څه هم وخت ما سره ملتیا ونه کړه او د هېواد روغتیایي نظام د ښه والي په پار زما هیلې او خوبونه نیمګړي پاتې شول، خو بیاهم زه باور لرم چې زما د هېواد روغتیایي نظام دومره بشري سرچینې لري، که فُرصت ورته رامینځته شي دوی به د روغتیا سکتور غوره راتلونکي ته لار هواره کړي.

20210922 095347 1

هغه ورځ چې زه وزیر شوم، زما په بانکي حساب کې شاوخوا اته لکه افغانۍ د معاش پیسې موجودې وې، نه کور لرم، نه مې موټر درلود، نه مې پیسې درلودې نن چې ځم زما بانکي حساب کې (چې بند شوﺉ دی) ١٥٢٠٠٠ افغانۍ وروستی معاش له ځان سره لرم په هېڅ بانک او صرافۍ کې پیسې نه لرم او نه مې درلودې، کور او موټر نه لرم.

په ښکلي کابل یا لرغوني هرات کې، خپل د طبابت مقدس مسلک ته دوام ورکوم او له خپل خدای ج څخه د حلال رزق غوښتنه کوم.اوو میاشتې او شل ورځې د عامې روغتیا وزارت سرپرستۍ چارې زما پر غاړه وې او هیله لرم چې زما د کار او خدمت په اړه زما د خلکو قضاوت به په دې موده کې شامل وي.

د خپلو خلکو قضاوت ته درناوی کوم او د لوی څښتن تعالی پرېکړې او قضاوت باندې بشپړ باور لرم.هیله لرم چې د خپل وزارت پرمهال د خپلو خلکو روغتیا ته د خپل مسؤلیت او ماموریت یوه برخه مې پوره کړې وي.د خپل هېواد د روغتیایي نظام ټولو اتلانو څخه منندوی یم. دخپلې دندې پر مهال د تېروتنې په پار له خپلو ټولو خلکو بخښنه غواړم.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button