نړیوال خبرونه

د عامې روغتیا وزارت نوي مرستیالان معرفي شول

د عامې روغتیا وزارت نوي مرستیالان معرفي شول.د جمهوري ریاست د حکم پر اساس، ډاکتر محمد شفیق میرزا زاده د پالیسۍ او پلان مرستیال او ډاکتر وږمه سالمي د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري مرستیالې په توګه وټاکل شول.

دوی نن د جمهوري ریاست د چارو ادارې د عمومي رئیس ډاکتر فضل محمود فضلي؛ لخوا د عامې روغتیا وزارت ته معرفي شول.ښاغلي فضلي د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان د پخواني مرستیال ښاغلي ډاکتر بشیر نورمل کړنې وستایلې او د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د ښه والي په پار یې د دغه وزارت نوي مرستیالانو ته د بریا هیله وکړه.هغه د کورونا ویروس د درېیمې څپې سره د مبارزې لپاره د عامې روغتیا وزارت د هڅو ستاینه وکړه او د روغتیا سکتور څخه یې د حکومت د مشرتابه پر ملاتړ ټینګار وکړ.

20210605 150324

د چارو ادارې عمومي رئیس، د محمد علي جناح په روغتون کې د ډاکترانو وهل او د طبي تجهیزاتو ماتولو ته په اشارې سره وویل: چې د جمهوري ریاست عالي مقام د دې قضیې د څېړو لپاره د کورنیو چارو وزارت ته لارښوونه کړې چې په قضیه کې ښکېل کسان وپیژني او څارنوالۍ ته دې معرفي کړي.په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح د روغتیا په سکتور کې د ډاکتر بشیر نورمل کړنې ښې وبللې او د هغه هڅې یې وستایلې.

د عامې روغتیا وزارت سرپرست، زیاته کړه: چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عالي مقام ملاتړ د روغتیا سکتور ودې او د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د پرمختګ لپاره ښه فرصت دی او موږ ټول باید له دې فرصت څخه په ښه همغږۍ او ژمنې سره استفاده وکړو.

له بلې خوا د دغه وزارت پخواني مرستیال ډاکتر بشیر نورمل، د روغتیا له سکتور سره د خپلو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل چې د خپل نوې دندې له لارې به له دغه وزارت سره زما همکاري دوام ولري او د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته د وده ورکولو لپاره هڅه وکړم

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button