نړیوال خبرونه

د عربي متحده امارتو ولسمشر او اردن پاچا پر سیمه‌ییزو تحولاتو بحثونه کړي

ولسمشر شیخ محمد بن زاید النهیان او اردن پاچا عبدالله بن الحسین په تازه لیدنه کې پر سیمه‌ییزو تحولاتو او پرمختګونو بحثونه کړي دي

دغه لیدنه چې د امان په بسمېن ماڼۍ کې د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ ترسره شوه، په سیمه کې نوي تحولاتو، پرمختګونو، لاسته راوړنو، د دواړو هېوادونو تر منځ پر رغنده اړیکو او نورو ورته مسئایلو راټوله وه.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو اقتصادي پرمختګ، پانګونه، غذايي خوندیتو او چاپیریال نه کاکړوونکې انرژۍ باندې بحثونه وشول.

jordan
ولسمشر شیخ محمد بن زاید النهیان او اردن پاچا عبدالله بن الحسین

په سیمه او نړۍ کې پر تحولاتو بحثونه

د عربي متحده اماراتو ولسمشر او اردن پاچا عبدالله تر منځ په سیمه او نړۍ کې تازه تحولات، روان بدلونونه او سیاستونه هم تر بحث لاندې ونیول شول. خو ددوی د خبرو زیات تمرکز پر منځني ختیځ کې پر روانو تحولاتو راټول و.

دواړو مشرانو د اسرائیلو او حماس تر منځ د روانې جګړې په اړه وویل چې په غزه کې باید د اوربند د رامنځته کېدو لپاره عملي اقدامات ترسره شي، تر څو په سیمه کې روان بحران پای ومومي او د ملکي مرګ ژوبلې مخنیوی وشي.

نور ولولئ: ملګرو ملتونو د افغانستان په اړه د متحده عربي اماراتو وړاندیز شوی پرېکړه لیک تصویب کړ

نور ولولئ: د افغانستان او متحده عربي اماراتو دیپلوماتیکو اړیکو ته کتنه

نور ولولئ: په عربو کې روان بحران؛ عربي متحده اماراتو په قاهره کې پر دغه بحران بحث کړی

دوی په یاده لیدنه کې د بشر حقونو له سازمان او ټولنو هم وغوښتل تر څو په غزه کې د روان ناورین د پای ته رسېدو په برخه کې همکاري او هلې ځلې وکړي.

jordan3
ولسمشر شیخ محمد بن زاید النهیان او اردن پاچا عبدالله بن الحسین

د دواړو هېوادونو تر منځ ډاډمن امنیت او پرمختګ

ښاغلي شیخ محمد او عبدالله په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د دواړو هېوادونو د ثبات او رفاع لپاره دا اړینه ده چې ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې نورې هم قوي کړي تر څو په راتلونکې کې لا نورو هر اړخیزو پرمختګونو ته لار هواره شي.

دوی همدارنګه پر عربي هېوادونو هم غږ وکړ چې په سیمه کې د ثبات د ټینګولو لپاره له یو او بل سره همکاري وکړي. د دواړو مشرانو په خبره، که چېرته په سیمه کې تلپاتې ثبات حاکم وي، نو د ټولو لپاره د لا ډېرو سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماټیکو پرمختګونو چانس زیاتېږي.

د یادونې وړ ده چې د اسراییلو او حماس جګړې په منځني ختيځ کې حالت ترېنګلی کړی دی. د سیمې او نړۍ هېوادونه هڅه کوي تر څو دغه جګړه کابو یا حد اقل راکمه کړي چې په سیمه کې دغه د ناامنۍ او جګړې لمن نورو هېوادونو ته پراخه نه شي. خو سره له ډېرو هڅو تر اوسه په غزه کې جګړه درول شوې نه ده او لا هم دوام لري.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button