نړیوال خبرونه

د عوایدو عالي شورا لومړۍ غونډه په ارګ کې جوړه شوه

د ولسمشر محمداشرف غني په مشرۍ د عوایدو عالي شورا لومړۍ غونډه چې د برنامو، پالیسیو او ستراتېژيو د تطبیق په برخه کې د بین الوزارتي همغږۍ په موخه د عوایدو زیاتولو لپاره جوړه شوې ده، ترسره شوه.

د اجنډا مطابق د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د عوایدو عالي شورا کړنلاره په څلورو څپرکو او ۲۸ مادو کې غونډې ته وړاندې کړه چې شورا تصویب او د چارو ادارې ته دنده وسپارل شوه چې په دوامداره توګه د عوایدو عالي شورا غونډې جوړې کړي.ورپسې د جمهوري ریاست لومړي مرستیال د هرات ولایت- اسلام قلعه ګمرک د اورلګېدو د تاوان د ورکړې د تګلارې راپور غونډې ته وړاندې کړ چې تایید او اړوندو ادارو ته دنده وسپارل شوه، ترڅو د اسلام قلعه اورلګېدو زیانمنو شویو ته د خساري جبران په برخه کې رسېدګي وکړي.

img 20210522 185832

وروسته د مالیې وزارت سرپرست غونډې ته په تېرو پنځو میاشتو کې د دولت د عوایدو راټولولو راپور وړاندې کړ. د عوایدو عالي شورا مالیې وزارت ته دنده وسپارله چې د ۱۴۰۰ مالي کال ترپایه د هیواد د عوایدو د غوره مدیریت په موخه لنډمهاله، منځ مهاله او اوږدمهاله برنامې ترتیب او د عوایدو عالي شورا غونډو ته وړاندې کړي.

همداراز مالیې وزارت د قاچاق مصادره شویو توکو له پلور څخه د ترلاسه شویو عوایدو د توزیع طرزالعمل په درې څپرکو او ۱۸ مادو کې غونډې ته وړاندې او له بحث وروسته پرېکړه وشوه چې پر یاد طرزالعمل بیا ځلې غور وشي او له مشخص ضرب الاجل سره دې دوباره غونډې ته وړاندې شي.

د عوایدو عالي شورا مالیې وزارت ته وظیفه ورکړه چې د هیواد پر ګمرکونو د پانګونې په موخه واضح پلان ترتیب او د صنعت او سوداګرۍ وزارت، ملي پراختیا شرکت او د افغانستان خونو فدراسیون سره په همغږۍ دې په ګمرکونو کې د وسایطو د پراخ تمځای د ایجاد لپاره واضح پلان ترتیب کړي.

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button