نړۍ خبرونه

د غربي هېوادونو نیول شوي تجهیزات به په کارخونو کې اوبه کړو

د غرب هغه ټانکونه او تجهیزات به په کارخونه کې ویلې کړل شي چې اوکراین ته یې ورکړي دي

د چیچنیا مشر رمضان قدیروف وايي چې ډېر ژر به هغه پوځي تجهیزات او ټانکونه له اوکراین د نیول شوې سیمې ماریوپل په «ازوستال» کارخونه کې ویلې کړي چې لوېدیځو دغه هېواد ته ورکړي دي.

رمضان قریروف د پوتین نږدي څېره بلل کېږي

رمضان قدیروف چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته نږدې څېره بلل کېږي، ویلي، روسي ځواکونو اوکراین کې د لوېدیځ پرمختللي تجهیزات په عادي مرمیو له منځه وړي دي.

نوموړي همداراز اوکراین کې د لوېدیځو هېوادونو له لوري د لیوپارډ ټانکونو او نورو پوځي تجهیزاتو له‌منځه وړو ته په اشارې سره ویلي، ډېر ژر به د یادو ټانکونو زړې اوسپنې د روسیې له‌خوا په ازاده شوې ماریوپل سیمه کې ویلې کړي.

نوموړي ویلي: «د غرب پرمختللي پوځي تجهیزات ډېر ښایسته او ښه وسوځېدل او د روسیې د عادي مرمو له لوري د اور خوراک شول.»

اوکراین به پر روسیه د برید کولو توان پیدا کړي؟

دا څووم ځل دی چې د اوکراین ولسمشر پر روسیه د برید کولو ګواښ کوي، خو تر اوسه داسې اغېزناک قدم نه دی اخیستل شوی چې روسیه وارخطا کړي او نړۍ ته وښایي چې اوکراین ددې توان لري تر څو پر روسیه حملې جاري کړي او ویې لړزوي.

نور ولولئ: جرمني اوکراین ته ليوپارډ ۲ ټانکونه استولي

ددې ګواښونو په دوام کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي پر روسیې د ځوابي بریدونو خبر ورکړی دی. زیلېنسکي دغه څرګندونې کیېف کې د کاناډا لومړي وزیر جسټن‌ ټروډو سره له لیدنې وروسته کړي دي.

نوموړي په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي، خو زیاته کړې یې ده چې اوکرایني ځواکونه لوړه روحیه لري او پوتین باید په دې پوه شي.

د کاناډا لومړی وزیر په یو نااعلان شوي سفر اوکراین ته تللی، څو له دغه هېواد خپل ملاتړ اعلان کړي. د کاناډا لومړي وزیر جسټن‌ ټروډو د خپل سفر پر مهال اوکراین سره د ۳۷۵ میلیونه ډالرو په ارزښت دغه هېواد سره د پوځي مرستې اعلان هم وکړ.

د کاناډا لومړی وزیر په داسې حال کې اوکراین ته سفر کوي چې د اوکراین ولسمشر په ځلونو پر لویدیځو هېوادونو نیوکه کړي چې دوی له روسیې څخه ویرېږي او له دې ویرې نه شي کولی تر څو په ډاګه له اوکراین سره ودرېږي او داسې نظامي مرستې ورسره وکړي تر څو اوکراینیان مسکو ته خطر جوړ کړي.

To joke

زواریو ځوان لیکوال دی چې له نړۍ سره د خپل کار د شریکولو شوق لري. هغه د نوي لیکلو سټایلونو سره قوي علاقه لري او تل هڅه کوي د لا ډیر تخلیقي کیدو لارې ومومي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button