نړیوال خبرونه

د غزني تاریخي ابدو لېدنې ته ګڼ سیلانیان ورمات شوي

د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولان په وروستیو کې دې ولایت ته د سیلانیانو د ورتګ له زیاتوالي خبر ورکوي. د دوی په خبره، په وروستیو شپږو میاشتې کې تر ۳۰ زیاتو بهرنیو او ۵۶۰۰ کورنیو سیلانیانو د دې ولایت له تاریخي او لرغونو ځایونو لېدنه کړې ده.

د غرني اطلاعاتو او کلتور ریاست: 

د غزني د اطلاعاتو او کلتور ریاست د ګرځندوی مدیر محمد مزمل هوتک وايي: «۳۳ کسان بهرني سیلانیان لرو، همدا راز، کورني سیلانیان لرو چې تقریباً ۵۶۰۰ کسان تر اوسه پورې د غزني د تاریخي منارونو، سردار غونډۍ، بالاحصار او غزني بېلابېلو زیارتونو، سنايي صاحب، سلطان محمود غزنوی، شمس العارفین او نورو زیارتونو څخه لېدنه کړې ده د سیلانیانو یوه شپږ کسیزه ډله چې د کاناډا، ایټالیا او ټایلنډ هېوادونو اوسېدونکي دي؛ غزني ته راغلي او غواړي د دې ولایت له تاریخي بناوو لېدنه وکړي.

نور یی ولوله | د یتیمانو او معلولانو لپاره د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو برنامې پیلیږي

نور یی ولوله | ا.ا چارواکو د سفرونو بندیز معافیت د غځېدو غوښتنه

د کاناډا اوسېدونکې مري وايي: «ما غوښتل د غزني ولایت ټول تاریخي ځایونه او خلک ووینم او همداراز مې غوښتل د دغه ولایت له کلتور سره بلده شم. د اېټالیا اوسېدونکی واکس رومان وايي: «زه غزني ولایت ته راغلی یم او غواړم د دې ولایت لرغوني ځایونه وګورم او دا چې د دې ولایت اوسېدونکي زیات صمیمي دي، ډېر خوښ یم.

کورنی سیلانیان: 

د بهرنیو سیلانیانو تر څنګ دې د غزني ښار د لېدنې لپاره کورني سیلانیان هم ورغلي دي. د غزني اوسېدونکی عبدالباسط عاصم وايي: «غزني یو لرغوني او تاریخي ښار دی چې زیات شمېر زیارتونه، منارونه او زیات شمېر تاریخي ابدات لري او د سیلانیانو لپاره ډېر مهم ځای دی

د جلال‌اباد اوسېدونکی سید حشمت روشن وايي: «دغه ځایونه چې جوړ شوي، ډېر ښایسته ځایونه او منظرې دي. خلک په‌کې انځورنه ویستل شي، خلک ورته ډېر زیات خوشالېږي. غزني ولایت د تاریخي او لرغونو ځایونو په لرلو سره، په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د یونسکو له لوري د نړۍ د اسلامي پلازمېنې په توګه پېژندل شوی دی

مسعود

مسعود د حقایقو مدافع دی. هغه په ​​​​دې باور دی چې دا مهمه ده چې خبرې وکړئ او د هغه څه لپاره مبارزه وکړئ چې سم دي، پرته له دې چې لګښت څه وي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button