Uncategorized

د غني اوعبدالله ترمنځ د وزیرانو پر سریو ځل بیا جنجالونه رامنځته شوي دي

د غني اوعبدالله ترمنځ د وزیرانو پر سریو ځل بیا جنجالونه رامنځته شوي دي درې میشتې کيږي چې ګډ دولت هوکړه لیک لاسلیک شوۍ دۍ خو لا هم کابینه نده بشپړه شوې او ناندرۍ پکې رامنځته شوي دي ولسمشر غني د عبدالله عبدالله له طرف نه معریفي شوي وزیران نه مني او ورنه ېې غوشتي د دبازې وزیرانو پر ځاۍ نوي وزیران رامعریفي کړي،

دا په داسې حال کې چې پارلمان وکيلان په خپلو دوبنیو رخصتیو باندې وځي، ډاکتر عبدالله د خپل نوماند وزیرانو نوملړ له ارګ سره شریک کړی چې تېره ورځ د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي وویل چې مغریفي شوي وزیران مونږ ته د منلو وړ ندي په ورته وخت کې ګڼ شمېر هېوادوال اوسني امنیتي وضعیت ته په کتو پر دوړاړو مشرانو نیوکه کوي چې دوی د هېواد لپاره هېڅ فکر نه لري او خپلې شخصي ګټې پالي.بازې هېوادوال پر جمهور ریس غني باندې نیوکې کوي چې دوستم ته د ډاکتر عبدالله په غوښتنه د مارشالۍ رتبې ورکړه مناسبه او د کابینې نوماند وزیران یې نا مناسب بلل هسې خلکو ته دوکه ورکول دي،

دیادولوده چې څه موده مخکې په جوزجان کې دوستم ته د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د مارشالۍ افتخاري رتبه ورکړه. دغې رتبې په کور د ننه توند غبرګونونهراپارولي .که څه هم ولسمشر غني او د نوموړي مرستالانو په دغې مراسمو کې برخه نه لرله او ولس ته یې دا ښودل چې ګواکې دا کار د عبدالله دی، خو په ولسي کچه له جمهور ریس غني څخه هم ګیلې زیاتې وې چې ولې یې له عبدالله سره د نوموړي مارشالي هم ومنله او دا یوه تاریخي تېر وتنه ده ،

دا هم ولولئ:  د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د ملي راډیو ټلويزيون سره ١٠ کلن هوکړه ليک لاسليک کړ

ولسمشرۍ ماڼړۍ څخه خپره شوې خبرپاڼه وایي چې د سياسي توافق له مخې د عبدالله عبدالله ټيم ته په کابينه کې برخه ورکوي، خو نوموړی به له ژمنې سره سم مسلکي او وړ کسان باید رامعریفي کړي،

اوس یو ځل بیا د کابينې پر سر د جمهور ریس غني او د ملي مصالحې عالي شورا رئيس ډاکتر عبدالله ترمنځ د جنجال راپورونه ورکړل شوي دي، خو بلخوا بیا د ښاغلي غني وياند صديق صديقي یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د ولسمشر غني ټول ټينګار پر دې دی چې دا ځل په مسلکي او سياسي وزن برابره کابينه رامنځته کړي او د عبدالله عبدالله له لوري معرفي شوي کانديدان د وزارت کولو تاونايي نه لري،

د راپورونو له مخې له ډاکتر عبدالله څخه غوښتنه شوې چې هر څومره ژر کېږي پر ځای يې نوي او وړ کسان را معرفي کړي، خو د وزارتونو پر سر د عبدالله په ټيم کې جنجالونو دغه پروسه نوره ټکنۍ کړې ده.بلخوا پع سوشل ميډيا کې هم په دې اړه غبرګونونه راپارولي او وايي چې څومره ژر کيږي باید کابینه جوړه شي او سیاسي اختلاف له منځه لاړ شي ترڅو دغه خلک سولې لپاره کار پیل کړي او هېواد ته سوله راولي،

د بازې سرچينیو له مخې شاید یو ځل بیا قومي مشران هر یو عببدالرب رسول صباف او حامد کرزۍ دې شخړې هواره لپاره میدان ته راووزي دويي به یو ځل بیا هڅې وکړي ترڅو دواړه مشران په یو مېز کېنوي او کابینې پر سر راپارېددلي جنجالونو ته د حل لاره اوګوري،

رحیم سادات

رحیم سادات یو د کلتور او سپورټس کالم‌نویس دی چې د افغان میراث، دودیزو هنرونو او ملي ورزشي پیښو په اړه لیکنې کوي. د هغه لیکنې د افغانستان د کلتوري ویاړ، ورزشي لاسته‌راوړنو او ملي یووالي څرګندونه کوي.

اړوند خبرونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button